د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوګاخېل تورخم ټرمینل کې خپله برخه غواړي


د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی
د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی

د خیبر د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی دی. دوی د نېشنل لوجیسټیک سېل ادارې سره د ځمکې په سر لانجه لري.


یادې ادارې ته په ۲۰۱۴ کال کې په تورخم کې د سوداګرۍ د مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره د یو ټرمینل جوړولو لپاره ځمکه پکار وه. دا زمکه د خوګاخېلو قبایلو ده. په ۲۰۱۵ کال کې اېن اېل سي ته ۳۰۰ کناله ځمکه خوګاخېل قوم ورکړه خو په بدل کې یې د هغوی ځیني شرطونه هم ومنل.

خو ګاخېل قام وايي، د لوجیسټیک ادارې ورسره منلې وه چې له دې لارې چې کوم اید ترلاسه کېږي، ۲۴ نیم فیصده برخه به یې خوګاخېل قام ته سپارل کېږي.

اېن اېل سي د هرګاډي په سر خوګاخېلو ته ۶۰۰ روپۍ ورکوي.
اېن اېل سي د هرګاډي په سر خوګاخېلو ته ۶۰۰ روپۍ ورکوي.

نجیب خاوریچن چې د خوګاخېلو قام سره تعلق لري او د پرلت والو له ډلې څخه دی، مشال راډیو ته یې په دې اړه وویل:

"زموږ مشرانو چې په ۲۰۱۵ز کال کې د اېن اېل سي سره کوم تړون کړی و او کوم شرطونه پکې اېښودل شوي وو، هغه دې عملي کړل شي. په هغې کې په کاروبار کې زموږ برخه ده، ۲۴ نیم فیصده، هغه دې بحاله شي. له دې ۳۰۰ کناله ځمکې نه علاوه چې اېن اېل سي زموږ کومه نوره ځمکه نیولې ده، هغه دې موږ ته واپس کړي."

خو د خوګاخېلو او نیشنل لوجیسټیک سېل ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې یو بل تړون وشو چې پکې د ګټې د ۲۴ نیم فیصده برخې خبره لرې شوه خو اېن اېل سي د هر ګاډي په سر چې په تورخم کې درامد یا برامد کوي د ۶۰۰ روپیو خوګاخېلو ته د ورکولو شرط ومنلو.

راپور دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په تورخم کې یو بل پرلت وال شاه رحمان د جنورۍ په دویمه مشال راډیو ته وویل، د خوګاخېلو او نیشنل لوجیسټیک سیل ترمنځ د ۲۰۱۵ کال معاهده د قام په ګټه وه، خو د ۲۰۱۶ معاهده کې د هغوی سراسر تاوان دی. هغه وايي:

"موږ دا ځمکه په کرایه اېن اېل سي ته ورکړې ده، خرڅه کړې مو پرې نه ده. په ۲۰۱۵ کال کې ورسره زموږ معاهده شوې وه چې څلور روپۍ دوی( اېن اېل سي) ګټي نو یوه روپۍ به پکې خوګاخېل قم ته ورکوي. دوی په ۲۰۱۶ کال کې په ملکانو دا خبره ومنله چې په ګټه کې د فیصدۍ خبره به لرې کړي او د ګاډي په سر به تر راتلونکو ۱۹۸ کلونو پورې، ټاکلې ۶۰۰ روپۍ موږ ته راکوي. نو د پیسو ارزښت خو کمېږي، د نن ۶۰۰ روپۍ به څو کاله پس هېڅ هم نه وي. نو دا خو سراسر تاوان دی."

د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی
د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی

خو دلته پوښتنه دا ده چې که د نیشنل لوجیسټیک سیل سره د ۲۰۱۶ کال معاهده د ولس په ګټه نه وه، نو د خوګاخېلو مشرانو ولې لاسلیکوله او ولې د ۲۰۱۵ کال د معاهدې سره هغوی نه پاتې کېدل چې پکې د ګاډي په سر نه بلکې د ټولې ګټې د څلورمې برخې خبره شوې وه؟ د خوګاخېلو ملک تاج الدین چې د دغو معاهدو د لاسلیکیدو پر مهال موجود و، مشال راډیو ته یې په اړه وویل:

"هغه وخت خیبر د فاټا برخه وه، ضلع نه وه، مطلب دا خبره یې په جبر په موږ منلې وه. حکومت د قوم ترمنځ اختلاف واچوو او ملکان یې اړ کړل چې په نوي معاهده لاسلیک وکړي."

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خیبر د ضلعې استازی شفیق شېر اپریدي د جنورۍ په دوهمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د خوګاخېلو او نیشنل لوجیسټیک سیل ترمنځ د راغلې کشالې د هوارۍ لپاره یې هڅې کړې دي:

"زما کوشش دا دی چې دا مسله داسې هواره کړو چې زموږ خوګاخېل قام هم تاواني نه شي او حکومت هم ګټه ترلاسه کړي. ما دواړو خواوو ته ویلي چې خپل دریځ به لږ لږنرموئ چې سوې فیصلې ته ورسېږو."

شفیق شېر اپریدی وايي، د پاکستان نېشنل لوجیسټیک سېل اوس هم خوګاخېل قام ته د کال دوه کروړه روپۍ د ټرمینل کرایه او د هر ګاډي په سر ۶۰۰ روپۍ ورکوي.

شفیق شېر اپریدي او د پرلت مشرانو مشال راډیو ته وویل، د اېف سي په منځګړیتوب به د راتلونکې اوونۍ په تورخم کې د مسلې د هوارۍ لپاره یوه جرګه کېږي چې پکې د خوګاخېلو د قام نهه کسیزه کميټي او د نیشنل لوجسټک سیل استازي ګډون کوي. دوی هیلمن دي چې د حل یوه لاره به پیدا کړي. مشال راډیو د اېف سي او این ایل سي د چارواکو سره په خبرو بریالۍ نه شوه.


XS
SM
MD
LG