د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خوږیاڼیو او شېرزادو کې ۳۴ طالبان وژل شوي


د افغانستان د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۳۴ طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ۳۱ طالبان د هسکې مېنې په تړلي کنډو او دیواني سیمو کې وژل شوي او یو وسله وال طالب ژوندی نیول شوی دي.

دې دفتر په یوه جلا بیان کې ویلي چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په خدرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د تراب په نوم د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل پلو د غزني ولایت امنیتي چارواکو هم ویلي چې په یوه هوايي برید کې یې اووه وسله وال طالبان وژلي دي.

د افغان پوځ ځايي ویاند ایمل خان مومند وايي چې دا طالبان د جنورۍ پر ۲۱مه هغه مهال وژل شوي چې د غرنې د مرکز په ناني سیمه کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان جوړ کړی وو.

طالبانو د افغان چارواکو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG