د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسي : په جګړه کې د لشکر اسلام درې غړي وژل شوي


حکومتي سرتیري د امن د لښکر د غړو سره
حکومتي سرتیري د امن د لښکر د غړو سره

د افغانستان پولې ته نږدې په خیبر ایجنسۍ کې د اتوار په ورځ د وسله والو ډلو ترمنځ په جګړه کې د یوې خوا درې کسان وژل شوي دي.

سرکاري سرچینې خبر ورکوي چې دا پېښه د باړې تحصیل په نري بابا سیمه کې مخې ته راغلې ده.

دپاکستان سرکاري راډیو وايي چې جګړه د وسله والو او د لښکر د غړو ترمنځ شوې ده او وژل شوي کسان د امن د لښکر غړي دي، خو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو له خولې وايي چې جګړه د منګل باغ ډلې لشکر اسلام او د حکومت پلوه ډلې توحید الاسلام ترمنځ شوې او وژل شوي کسان د منګل باغ ډلې پورې تړلي دي.

د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ دفتر وايي د وسله والو له بریده وروسته امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي، خو تر دې دمه د وسله والو د وژل کیدو او یا هم د نیول کېدو په اړه څه ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.

په خیبر ایجنسۍ کې تر دې مخکې هم په بیا بیا د سیمې په مخورو قومي مشرانو او د امن د لښکر په غړو وسله والو بریدونه کړي او سلګونه مشران او د امن د لښکرو غړي یې پکې له منځه وړي دي.

د پاکستان پوځ له تیرو څو اونیو راهیسې په خیبر ایجنسۍ کې د خیبر ون په نامه عملیات هم پیل کړي چې موخه یې د وسله والو نه د سیمې پاکول دي.

په خیبر ایجنسۍ کې د منګل باغ په مشرۍ کې د لشکر اسلام وسله واله ډله پیاوړې ده ، خو ځینې نورې ډلې هم شته چې د حکومت پر ضد په بریدونو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG