د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د جرمونو د مخنيوي نړيوال عدالت پر چارواکو بندېزونو ته له سره کتنه کوي


د نیدرلېنډز په هاګ کې د جرمونو د مخنيوي نړيوال عدالت
د نیدرلېنډز په هاګ کې د جرمونو د مخنيوي نړيوال عدالت

د امریکايي ولسمشر، جو بایډن انتظامیه به د جرمونو مخنیوي نړیوال عدالت پر چارواکیو هغو بندیزونو ته بیا کتنه کوي چې امریکا ورباندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د پلټنو له کبله عملي کړي وو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د جنورۍ پر ۲۶مه ازادې اروپا رېډیو ته د یو ايمیل له لارې ویلي سره د دې چې دوی د افغانستان او اسرایل او فلسطین د حالاتو په اړه د نړیوال عدالت له هلو ځلو سره متفق نه دي خو بیا هم کله چې دوی خپل راتلونکي ګامونه ټاکي نو دې بندیزونو ته بیا له سره پوره کتنه کېږي.

د ډونلډ ټرمپ انتظامیې تېرکال د جرمونو مخنیوي نړیوال عدالت "ايي سي سي" يا انټرنېنشل کريمينل کورټ د هغه چارواکیو پرضد اقتصادي او سفري بندیزونه منظور کړي وو چاچې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او استخباراتي چارواکیو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه پلټنې ترسره کړې وي.

امریکا په ټریبونل تور پورې کړی وو چې د پلټنو په اجازې ورکولو سره یې د امریکا له قامي حاکمیته سرغړونه کړې ده.

په دغه اړه د ولسمشر ټرمپ له خوا په لاسلیک شوي فرمان کې د یو څارنوال په ګډون د عدالت عمله په نښه شوې وه.

د جرمونو د مخنيوي نړيوال عدالت په ۲۰۰۲ز کال کې د روم لوظنامې له مخې جوړ شوی چې امریکا یې برخه نه ده.

XS
SM
MD
LG