د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي، خواجه اصف د قانوني شتمنیو په اړه ثبوت نه لري


خواجه اصف د پاکستان احتساب ادارې د ډېسېمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې نیولی وو.
خواجه اصف د پاکستان احتساب ادارې د ډېسېمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې نیولی وو.

د احتساب په برخه کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار مرزا شهزاد اکبر ویلي، د مسلم لیګ ن ګوند مخکښ او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه اصف د خپلو قانوني شتمنیو په اړه په ثبوت ښودلو او د نېب ادارې په مطمینه کولو کې پاتې راغلی دی.

شهزاد اکبر د جنورۍ پر دویمه خبري غونډې ته وویل چې د مسلم لیګ ن ګوند په وینا خواجه اصف ته به تنخوا د بینک له لارې نه بلکې نغدې پیسې ورکول کېدې خو خواجه اصف د خپلې تنخوا یا امدن هیڅ اسناد نه لري.

نوموړي تور پورې کړ چې خواجه اصف په ۱۹۹۳م کال کې د پنځه اعشاریه یو میلیون ارزښت اثاثې لرلې خو په ۲۰۱۳م کال کې د خواجه اصف شتمنۍ ۱۱۸ میلیونه روپیو ته رسېدلې دي.

د مرزا شهزاد اکبر په وینا، هغه د دې شتمنیو د زیاتېدو په اړه په قانوني جواز ورکولو کې ناکامه شوی دی.

ده وویل، " ۴۸ اکاونټونه د خواجه اصف او د هغه د کورنۍ پر نومونو جوړ شوي دي او پکې شاوخوا ۱۵۰ اربه روپۍ انتقال شوې دي. او دغسې د خواجه اصف پر شخصي اکاونټ کې بیا ۲۲ کروړه روپۍ ايښودل شوې وې نو دا پکې څنګه راغلې.؟"

شهزاد اکبر زیاته کړه چې د دوبۍ په اوکانټ کې یې بیا ۱۴ کروړه روپۍ ايښودل شوې دي.

ده زیاته کړه، "خواجه اصف وايي چې وریژې به یې برامد کولې خو دا خو ټول د پیسو کاروبار وو. دغسې د خواجه اصف په رنګ فاینانس اکاونټ کې یې د ۲۰۰۹م کال نه تر ۲۰۱۸م پورې ۵۰۷ میلیونه روپۍ ایښودل شوې دي خو له هغه سره د دې ټولو پيسو د ایښودو هیڅ جواز نیشته."

شهزاد اکبر دا هم وویل چې خواجه اصف ته به د دوبۍ د یوې کمپنۍ لخوا د ۲۰۱۳م نه ۲۰۱۸م کاله پورې هره میاشت دوه اعشاریه دوه میلیونه روپۍ تنخوا رسېده خو هغه د دې امدن هم هیڅ ثبوت نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان د قانون له مخې ، باید د سرکاري / ولسي دندې لرلو پر مهال شتمنۍ په ډاګه کړل شي، ګنې هغه په درغلۍ کې راځي.

خواجه اصف د پاکستان احتساب ادارې د ډېسېمبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې نیولی وو.

هغه د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د نیب عدالت ته وړاندې شو او جج د احتساب ادارې چارواکو ته اجازه ورکړه چې هغه لاهور ته بوځي او هلته ورباندې مقدمه وچلوي.

پر نوموړي تر امدنه د زیاتو شتمنیو لرلو تور دی چې هغه یې ردوي.د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د ډېسېمبر پر ۲۹مه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې خواجه اصف یې د مسلم لیګ له مشرتابه د نه جلاکېدو او د هغوی د ملګرتیا په جرم نیولی دی.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چېد احتساب قومي اداره – نیب - د وزیراعظم عمران خان د حکومت په وینا د دوی پر ضد انتقامي کارروایانې کوي.

خو حکومت وايي، نیب خپلواکه اداره ده او نیب هم بیا د انتقامي کارروایانو تورونه ردوي.

د خواجه اصف تر نیول کېدو وروسته د مسلم لیګ ن ګوند یو مخکښ احسن اقبال رسنیو ته وویل چې د خواجه اصف پر ضد بې بنیاده مقدمې په اړه سپریم کورټ خپله پرېکړه اورولې ده او هغه یې بري کړ خو نیب دا کیس لاهور ته یوړو او خواجه اصف یې ونیوه.

ده وویل، "د خواجه اصف صیب خلاف چې کومه مقدمه جوړه شوې ده ، سپریم کورټ د هغې په اړه خپله فیصله واوروله خو نیب هغه د لاهور احتساب ادارې ته یووړ چې هغوی په سیاسي توګه مقدمه جوړه کړي او خواجه اصف هلته ګرفتاره کړل شي. زه د نیب مشر چیلنج کومه چې د عمران خان د اثاثو او د امدن موازنه دې وکړي."

احسن اقبال زیاته کړه چې حکومت دا فکر لري چې د دروغو مقدمو سره به د اپوزیشن ګوندونو جوړ اتحاد یا پاکستان جمهوري تحریک کمزوري کړي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو چې د اپوزېشن ۱۱ ګوندونه پکې شامل دي.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی نو ځکه بايد استعفا ورکړي. حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.

یاد تحریک غوښتنه کوي چې عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ او جاسوسي ادارو هیڅ رول پکې نه وي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي‌ ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې وي او حکومت د اپوزیشن سياستوالو تورونه بې ځايه بولي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG