د امريکا مشرانو جرګه یا سېڼېټ به د فېبرورۍ پر اتمه د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په تور پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه "مواخذې عمل" پیلوي.
په سېنېټ کې د اکثريتي ډیموکراټ ګوند مشر چک شومر د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې مسله له رپبلکن ګوند سره تر خبرو اترو وروسته مهالویش اعلان کړ.
په پام کې ده چې د امریکا استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي د جنورۍ پر ۲۵مه د ټرمپ د مواخذې مسوده مشرانو جرګې ته ولېږي چې په بله ورځ پرې کار پیل کړي.
چک شومر سېنېټ ته په وينا کې وويل چې "د امريکا مشرانو جرګه کې به محاکمه ترسره شي او هلته به رایه وکارول شي چې ايا ولسمشر محکوم کړي او کنه."
دا د امريکا په تاريخ کې لومړی ځل دې چې ولسمشر دوه واري موخذاه کېږي. پخواني ولسمشر ټرمپ د جو بايډن لوړي مراسمو کې هم ګډون نه و کړي.
د ټرمپ پلوه لاریون کوونکیو د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ يرغل کړي وو چې د يو پوليسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي ول.