د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو بل استاد د جنسي ځورونو په تور له دندې ګوښه


د زده کوونکیو د سازمانونو مشران او ځینې استادان وايي چې دا پېښې ډېرې شوي دي.
د زده کوونکیو د سازمانونو مشران او ځینې استادان وايي چې دا پېښې ډېرې شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د ګومل پوهنتون سینډیکیټ د پولیټیکل ساینس یو استاد ډاکټر محمد زبیر له خپلې چوکۍ لېرې کړی دی.

پوهنتون د جنورۍ پر ۱۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پریکړه د یوې زده کوونکې له خوا پر ډاکټر زبیر د جنسي ځورونو د تورونو د پلټنو وروسته اخېستل شوې ده.

د پوهنتون ویاند راجه عالمزیب په دغه اړه د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې سینډیکیټ یو واکمن فورم دی چې د پوهنتون چارې په سمه توګه پرمخ بیولو لپاره د قوانینو لاندې پرېکړې کوي.

نوموړي زیاته کړه: "وایس چانسلر ته د سوشل میډیا له لارې یو خواست ترلاسه شوی وو. نو په هغې وایس چانسلر انکوایرې کمیټي مقرر کړه او په لومړۍ مرحله کې یې ډاکټر زبیر د سپروایزر او پولیټیکل ساینس څانګې له مشرۍ لېرې کړ. کمیټۍ په دې کې ځینې تورونه د سینډیکیټ مخې ته ایښي ول او سپارښتنه یې کړې وه چې هغه دې له ملازمته لېری کړل شي."

په دغه اړه مو له ډاکټر محمد زبیر سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د زده کوونکیو د سازمانونو مشران او ځینې استادان وايي چې دا پېښې ډېرې شوي دي.

پروسږکال هم په ګومل پوهنتون کې د اسلامیاتو یو استاد د جنسي ځورونو قصور وار ګرځول شوی وو.

تیر کال د مارچ په میاشت کې د پوهنتون ۴ کارمندانو د ورته تورونو له کبله خپل ملازمتونه بایللي وو.

په پېښور پوهنتون کې د استادانو د اتحادیې یو مشر او استاد ډاکټر جمیل چترالې وايی، د جنسي ځورونو پېښې یوه نیمه پېښه مخې ته راځي، خو مهمه خبره داده چې په پوهنتونونو کې انتظامي اصلاحات وشي، او زده کوونکیو ته په کې برخه ورکړل شي.

"دا کېدای شي چې د سوشل میډیا له کبله اوس داسې پېښې مخې ته راځي. په پېښور پوهنتون کې ۱۵۰۰۰ زده کوونکي دي چې ۴۰ فیصده یې نجونې دي نو که چیرې یوه نیمه پېښه مخې ته راشي نو دا په دغه تناسب د پام وړ نه ده. قانون شته خو د قانون عملدارۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کول دي، کمیټۍ واکمنې کول دي او نګراني یې پکار ده."

د خېبر پښتونخوا ګورنر د داسې پېښو د مخنیوي او پلټنو لپاره یو کیمټي هم جوړه کړې ده چې د صوبې له بېلا بېلو پوهنتونو سره په شریکه کار کوي.

د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان وايي، پېښور پوهنتون کې هم داسې یو کمیټي کار کوي او هڅه کوي چې د قوانینو لاندې داسې ستونزې هواری کړي.

د یادونې وړ ده چې د جنسي ځورونو پرضد د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون نجونو او هلکانو زده کوونکیو تېر کال د نومبر په میاشت کې یو احتجاجي لاریون ترسره کړې وو. له دې وروسته د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر نوښاد خان له خپلې چوکې لېرې کړل شوی او د ځینو نورو پرضد انتظامي ګامونه پورته کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG