د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا څلور لوی پوهنتونونه د فنډونو کمی لري


د پېښور پوهنتون یوه دروازه
د پېښور پوهنتون یوه دروازه

په خیبر پښتونخوا کې دا وخت څلور لویې پوهنتونونه د فنډ له کمي سره مخامخ دي په دغو د پېښور پوهنتون، د پېښور انجینیرنګ پوهنتون ،د پېښور زرعي پوهنتون او ګومل پوهنتون شامل دي.

د پېښور پوهنتون ویاند علي عمران د اګست پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وویل د صوبې حکومت ته یې څو څو وارې د فنډ د کمي په اړه لیکلي دي خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي. نوموړی زیاتوي دا وخت یوازې د پېښور پوهنتون د ۷۰و کروړو روپیو خساره لري. دی زیاتوي صوبایي حکومت ته یې څو وارې خواست کړی دی خو تر اوسه هغوی هېڅ اقدام څه نه دی اخیستی.

د نوموړي په وینا: ''اوس داسې خبرې هم رواني دي چې پوهنتونونه دې د منافع اړخ ته ولاړ شي نو پوهنتونونه خو څه کارخانې نه دي چې منافع یا کاروبار به کوي، پوهنتون خو تعلیم ورکوي او موږ دې ته ګورو چې میډیا اوس دا مسله راپورته کړي، ځکه چې حکومت باید په تعلیم کې ګټې او تاوان ته ونه ګوري.''

د پېښور پوهنتون د استادانو اتحادیې پخوانی مشر او د پوهنتون د سوشل انتروپالوجي څانګې استاد پروفېسر ډاکټر جمیل احمد وایي د تېر غو ندې دا وار هم په بجټ کې د استادانو تنخاګانې زیاتې شوې خو پوهنتونونو ته د لوړو زدهکړو کمېشن [هاییر اېجوکېشن کمېشن (HEC)] لخوا په ورکړل شویو پېسو کې کمی راغلی او ذدهکونکي هم نور د فېسونو زیاتېدو ته تیار نه دي نو ځکه سږ کال دا مسله زیاته شوه.

نوموړی زیاتوي: ''د پېښور پوهنتون د کال درې نیم اربه روپۍ بجټ دی، په دې کې د تحقیق او څېړنې لپاره لس کروړه روپۍ هم نشته، پروسږ کال پنځه کروړه هم نه دي خرڅ شوې، د پوهنتون د میاشتې څه څلور کروړه روپۍ د پنشن دي، او چې دا کال ته شي نو دا په پوهنتون ډېرې زیاتې پېسې دي. د پېښور پوهنتون د بجټ درېمه برخه هم هاییر اېجوکېشن کمېشن نه راکوي. دا نورې پېسې بیا له زدهکونکیو اخېستل کېږي او په پاکستان کې غربت او ګراني په زیاتېدو ده، نو زدهکونکي نور د زیاتو فېسونو بوج نه شي وړلی.''

بلخوا د پېښور پوهنتون د انګریزۍ څانګې استاد پروفېسر ډاکټر ناصر جمال خټک وایي، دا وخت پوهنتونونه له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او که چېرې د دې سمه منصوبه بندي و نه شي نو دا پوهنتونونه د لوی مالي بحران ښکار کېدلای شي: ''پروسږ کال هاییر اېجوکېشن کمېشن پوهنتونونو ته ۸۰ اربه ورکړې وې او سږ کال یې دغه پېسې ۲۶ اربو روپو ته راکمې کړې، یو خوا دا کمی، بل د فېسونو د زیاتولو مسله، درېمه د پنشن بوج دی، لکه کله کله د کال د پېښور پوهنتون نه لس استادان هم ریټایرډ شي او یو یو استاد ته څه نا څه یو کروړ روپۍ د پنشن ورکول کېږي نو دا یو ډېر لوی بوج دی.''

د ګومل پوهنتون مالي چارو د څانګي مشر اقبال امان وایي دوی دا مسله څو وارې حکومت ته وړاندې کړې ده: ''په دې اړه موږ په هر فورم غږ پورته کړی دی، تر اوسه هېڅ مثبت ځواب نه دی راغلی، زموږ د کال بجټ یو ارب روپۍ دی او موږ ته ۷۳ کروړه روپۍ ملاوېږي اوس یوازې تنخاګانې نه پوره کیږي نو نور کارونه به څه وشي.''

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال په بجټ کې د لوړو زدهکړو یا اعله تعلیم لپاره په بجټ کې ۲۸ اربه روپۍ مختص کړي دي، پروسږ کال دغه ۴۶ اربه روپۍ وې چې له دې سره هم هاییر اېجوکېشن کمېشن پوهنتونونو ته په خپل فنډ کې کمی راوست.

مشال راډيو د خیبر پښتونخوا له تعلیم وزارت سره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نشو.

XS
SM
MD
LG