د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انجمن اصلاح الافاغنه ۱۰۰ مه کالیزه


باچا خان په هند کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي.
باچا خان په هند کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي.

عوامي نیشنل ګوند وايي، د ازادۍ د یوه وتلي مبارز عبدالغفار خان چې په باچا خان مشهور دی، په مشرۍ د انجمن اصلاح الافاغنه ۱۰۰ مه کالیزه د علمي او کلتوري پروګرامونو په کولو سره لمانځي. د پښتنو د دې اصلاحي تحریک بنسټ هغه په ۱۹۲۱ز کال ایښی وو.

د عوامي نیشنل ګوند د کلتور سېکرېټري ډاکټر خادم حسین وايي، د جنورۍ له ۲۰ مې تر ۲۶ مې به په باچاخان مرکز کې سیمنارونه ، علمي مباحثې ، کلتوري غونډې او محفلونه جوړوي. او دا هلې ځلې په بېلا بېلو شکلونو کې د ضلعو او تحصیلونو په کچه د کال تر پایه دوام لري.

د انجمن اصلاح الافاغنه تحریک موخې؟

د چارسدې په باچاخان پوهنتون کې د پښتونخوا مطالعاتي مرکز مشر ډاکټر محب وزیر وايي چې انجمن به د ټولو افغانانو د پرمختیا، سوکالۍ او ودې خبره کوله. باچاخان او ملګرو یې نه یوازی له ۱۰۰ ډېر سکولونه پرانستل بلکې د دې خاوری د تاریخ ، غوښتنو او هنرونو په بنیاد یې ورله یو تعلیمي نصاب هم ورکړو. د پښتو د جدید ادب اغاز هم د باچا خان د انجمن اصلاح الافاغنه او خدايي خدمتګار تحریک نه کېږي.

نننۍ ننګونې او انجمن اصلاح الافاغنه

په نن دور کې چې پښتانه د خپل قامي شناخت او پرمختیا لپاره د بیلا بیلو چیلنجونو سره مخامخ دي او پر خاوره یې تعلیمي ادارې، پوهان او هنرمندان د ترهه ګرو بریدونو ښکار دي نو په داسې حالاتو کې د انجمن اصلاح الافاغنه مفکوره یې څه مرسته کولی شي؟ په دغه اړه ډاکټر خادم حسین وایي په نن دور کې د دغه فکرونو اهمیت لا ډېر شوی دی او ځکه دوی غواړي دا پیغام په یو منظم شکل کې یوځل بیا پښتنو او د نړۍ امن خوښه قامونو ته ورسوي.

نوموړي وویل اوس بیا وخت راغلی دی چې پښتانه خپل کلي کورونه اباد کړي، تربګنۍ ختمې کړي، او د جرګو مرکو له لاری د خپلې خاوری د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې انجمن اصلاح الافاغنه له سیاست او تعلیم سره سره د پښتنو د اقتصادي او هنري ودې لپاره هم یو مهم کردار لوبولی دی. هم دغه احساس وو چې باچاخان او د هغه ملګرو د ازادو سکولونو پرانستو سره سره د ادب، هنر او صحافت د ودې لپاره په ۱۹۲۸ز کال د پښتون مجلې بنیاد هم اییښی وو.

XS
SM
MD
LG