د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسبېله: د سورلو بس پېښه کې اته تنه مړه


د بلوچستان لسبېله کې د بس پېښه کې اته تنه مړه شوي، ۲۲ نور ژوبل دي. ۲۰۲۱، ۲۰م جنوري
د بلوچستان لسبېله کې د بس پېښه کې اته تنه مړه شوي، ۲۲ نور ژوبل دي. ۲۰۲۱، ۲۰م جنوري

د بلوچستان صوبې له پنجګور سيمې و کراچۍ ته پر لار د سورلۍ يو بس د پېښې ښکار شوی چې پکې اته تنه مړه شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د لسبېلې ضلعې د بېلې سب ډیويژن مرستیال کمېشنر کیپټن (ر) عارف احمد په وینا د سورلۍ دغه بس د تېز رفتارۍ له کبله ټکر خوړلی دی.

د دوی په وینا د سېشنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه د ال زیب په نوم دغه بس د لسبېلې د نمي په ليويز چيک پوست ورختلی او بيا اوښتی دی، په پېښه کې د لېویز دوو عسکرو په ګډون تنه مړه او ۲۲ ټپي شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لیویز ځواک چارواکي او د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي، مړي او ټپيان یې د لسبيلې روغتون ته وړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG