د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلځان بښلئ شي؟


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ځيني کسانو په حق کې د بښنې فرمان صادرولای شي. دا واک او قدرت د امريکا اساسي قانون له مخې يو ولسمشر ته ورکړل شوی.

د ياد فرمان تر ورکولو وروسته يو مجرم ته ورکړل کېدونکې ممکنه سزاګانې معافېدای شي. که ټرمپ د بښنې فرمانونه لاسليک کړي، دا بايد عملي شي. خو پوښتنه دا ده چې ايا ډانلډ ټرمپ خپلځان بښلی شي او که نه؟ هم پر دې اړه د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې د امريکا په مېشېګن ايالتي پوهنتون کې د قانون سکول له استاد او سياسي شنونکي براين کالټ سره خبرې کړي او له هغه يې پوښتلي چې ايا داسې څه شته چې ولسمشر له ځان بښلو منع کولای شي؟

نو د دې په ځواب کې نوموړی وايي چې د امريکا پخواني ولسمشر رچرډ نېکسن د خپل ځان په بښلو غور کړی و خو خپل وکيل ورته مشوره ورکړه چې هغه کولای شي خو که خلک دا غواړي چې هغه ځان معاف کړي. د ده په خبره په عين حال کې د انصاف وزارت دغې پوښتنې ته په کتو سره پريکړه وکړه چې ولسمشران خپلځان بښلی شي خو ولسمشر نېکسن داسې ونکړل او استعفا يې ورکړه او بل پخواني ولسمشر جېرالډ فورډ د هغه په حق کې د بښنې فرمان صادر کړ.

غږیز راپور دلته واورئ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلځان بخښلی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

قانون پوه براين کالټ وايي داسې کوم مثال نه شته چې يو ولسمشر ځان بښلی وي نو د يو ولسمشر د خپلځان معافولو او نه معافولو دواړو په اړه جوازونه شته. نوموړی وايي ولسمشر کوشش کولای شي خو دوي ته معلومه نه ده چې عدالتونه به څه وايي. براين وايي که په دغه کېس کې هغه جج وی نو ده به ويل چې نا. د ده په خبره د بښنې په تشريح کې دې لور ته اشاره شوې چې دا دوه اړخيزه کار دی يعنې ته يو بل چاته معافي ورکولای شې.

نوموړی وايي پر دې سربېره په قانون کې دا د احترام وړ اصول هم شته چې ته په خپل کيس کې جج نشي جوړېدای. خو د ده په خبره بلخوا ايين وايي چې ولسمشر وفاقي جرمونه بښلی شي خو لیرې او د مواخذې کيسونه نه شي معافولای. نو دا خبره سمه ده که چېرې د ځان په معافولو محدوديتونه وې نو بايد چې هغه په ليکنې بڼه موجود وې خو هغه نه شته نو هم دغه جواز دی چې له مخې يې ولسمشر د ځان د معافولو کوشش کولای شي. خو دا يو خطرناک عمل دی ځکه چې هغه ته معلومه نه ده چې دا به کار وکړي او که نه؟ خو دا خبره يقني ده چې دا به هغه له څه قسمه رياستي قانوني چاره جويې بچ نکړي.

د مشال رېډيو خبر مرکزي مرکزي څانګې له قانون پوه براين کالټ پوښتلي چې ايا امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې کورنۍ او پارټۍ غړو په حق کې د بښنې فرمان جاري کولای شي؟ نو د دې په ځواب کې براين وايي هو. د بښنې په واک ډېر کم محدوديتونه دي.خو داسې څوک شته چې ووايي د درغليو بښنه بيا تعقيب کېدای شي،درغلي خپله تعقيب کېدای شي خو د بښنې فرمان به بيا هم په خپل ځای درست وي. نو په دې کې شک شته چې ايا ولسمشر ځان بښلی شي او کنه خو په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه د هر چا په حق کې د بښنې فرمان صادرولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۰ مه د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم ترسره کېږي چې د امنیت لپاره یې غېر معمولي تدابیر نیول شوی دي.

چارواکي وایي، د امریکا ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د کانګرس ودانۍ(کېپيټل هېل) ګېر چاپېره دي. د جنورۍ پر شپږمه نېټه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس مشترکه غونډه په تشدد له ګډودي سره مخامخ کړه. سياستوالان د ډزو له کبله سر پناه ته مجبوره شول. بلخوا د واشنګټن پولیسو ويلي د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي.


د جنورۍ شپږمې پر کانګرس د حملې وروسته ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ویډیویي وینا کې دغه حمله په سختۍ وغندله او ویې ويل چې دا هر څه د هغه څه ضد دي چې دی ورباندې باور لري. ټرمپ ادعا کوي چې د ټاکنو نتیجې غلا شوې او دی ګټونکی دی، خو دا ادعا یې څو ځله د امریکا په عدالتونو کې رد شوې ده.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG