د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا استازو جرګې ولسمشر ټرمپ مواخذه کړ


د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي د مواخذې پر هغه سند لاسليک وکړ چې پکې پر ولسمشر ټرمپ د "بغاوت پارولو" تور پورې شوی دی.
د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي د مواخذې پر هغه سند لاسليک وکړ چې پکې پر ولسمشر ټرمپ د "بغاوت پارولو" تور پورې شوی دی.

د امريکا استازو جرګې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په حق کې رايې ورکړې دي.

د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د جرګې ۲۳۲ غړو د مواخذې په حق او ۱۹۷ په مخالفت کې رايې ورکړې.

دې مواخذې چې ورته د رېپبلکن ګوند د ۱۰ غړو ملاتړ هم تر لاسه وو ټرمپ د امريکا د تاريخ هغه يوازيني ولسمشر وګرځاوه چې دوه ځله مواخذه شوی.

ټرمپ اول وار په ۲۰۱۹ز کال کې د اوکراين په معامله کې مواخذه شوی وو خو سېنېټ په ۲۰۲۰ز کال کې د رايو په اچولو سره هغه بېګناه وګرځاوه.

د مواخذې په پرېکړه ليک کې د ټرمپ د هغې بيان بازۍ او غلطو خبرو ذکر شوی چې نوموړي د منتخب ولسمشر جو بايډن د بريا په اړه کړې وې.

په دې کې د کانګرس پر ودانۍ د جنورۍ پر شپږمه د بلوه ګرو تر ننوتو مخکې د ده وینا هم شامله ده.

پر ودانۍ په برید کې پنځه کسان وژل شوي ول.

کله چې د جرګې مشرې نېنسي پلوسي د مواخذې پر هغه ماده لاسليک کاوه چې پکې پرولسمشر ټرمپ د "بغاوت پارولو" تور پورې شوی هم دا مهال ټرمپ د ملت په نوم يو ويډيويي پېغام خپور کړ.

نوموړي د جنورۍ پر شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ شوی تشدد وغانده خو د ځان پرضد د ورځې یې په پیل کې د هغې رايې اچونې ذکر ونکړ چې د ده د مواخذې لپاره ورکول شوې وې.

ټرمپ په سختۍ سره تشدد وغانده او ویې ويل چې دا د هر هغه څه ضد دی چې دی ورباندې باور لري او يا چې تحریک کې په څه اړه دی.

خو ټرمپ د مواخذې يا پر هغه د هجوم راپارولو د تور په اړه هېڅ ونه ويل البته پر امريکايانو يې غږ وکړ چې اوسمهال دې جذبات قابو کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG