د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي: د ډاکټر ولي الله لاسنیوي ته د صوبايي وزیر اقبال وزیر پر ورتګ شخړه، یو تن ژوبل


د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر اقبال وزیر او په روغتون کې پر کاوچ پروت ټپي تن ډاکټر هاشم خان نومېږي.
د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر اقبال وزیر او په روغتون کې پر کاوچ پروت ټپي تن ډاکټر هاشم خان نومېږي.

ځايي خلکو او پولیسو په وېنا تیره ورځ میرلي هرمز کې د نامالومو وسله والو لخوا د یو وژل شوي ځایي ډاکټر ولي الله داوړ په فاتحه کی د صوبايي وزیر اقبال وزیر پر ورتګ هغه وخت شخړه جوړه شوه، چې کله ځینو خلکو د هغه په ورتګ تنقید وکړ.

د سیمې ځینې خلک تور پورې کوي چې اقبال وزیر په خپله ټویټر پاڼه ډاکټر ولي الله ترهګر بللی وو نو بیا یې ولې لاسنیوي ته ورغلی.

دبنو میډیکل کالج استاد ډاکټر ولي الله د جنورۍ پر ۱۵مه د شپې ناوخته په میرلي کې نامالومو وسلوالو وژلی وو.

د جنورۍ د ۱۸مې د شخړې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې ده، د سیمې خلک وایي د اقبال وزیر ساتونکیو په ناستو خلکو ډزې پیل کړې چې پکې یو ځايي ډاکټر هاشم خان ژوبل شوی دی. پر دې پېښه مشال راډيو له اقبال وزیر سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه، خو نوموړي رسنیو ته په یوه بیان کې ویلي دي چې د ده ساتونکو نه بلکې پر ده ډزې شوې دي، ده ته بد رد ویل شوي دي.

نوموړی د ټویټر خپرولو تور هم ردوي او وایي چې پر خپله ټوېټر پاڼه یې داسې څه نه دي لیکلي، دی زیاتوي ځینې خلک یې پر خلاف پروپیګنډه کوي، خو مشال راډيو سره په خبرو کې یوشمېر کسانو وویل، چې صوبايي وزیر ټویټ کړی وو او وروسته یې هیسته کړی دی.

اقبال وزیر له شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې او دا مهال د خیبر پښتونخوا په کابینه کې د ابادکارۍ وزیر دی.

د شمالي وزیرستان پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور وايي، د پېښې پلټنې یې کړي دي او په پېښه کې د ککړو خلاف به مقدمه درجوي او قانوني کارروايي به کړي.

ځوان ډاکټرانو ټولنه د ډاکټر ولي الله د وژنې پرضد راوتي دي. ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري
ځوان ډاکټرانو ټولنه د ډاکټر ولي الله د وژنې پرضد راوتي دي. ۲۰۲۱، ۱۹ جنوري

بلخوا د هرمرو او خوا او شا سیمو ځونانو غوښتنه کړې چې د صوبايي وزیر خلاف دې مقدمه درج شي چې وژل شوی ډاکټر ولي الله یې تره ګر بللی دی. دوی ادعا کوي، صوبايي وزیر ته ویلي ول چې لاسنیوي ته مه ورځه خو دی بیا ورغلی او ساتونکو یې د ډاکټر په فاتحه کې ډزې وکړې.

د دې ترڅنګ په میرلي کې ډاکټرانو او طبي عملې له سرکاره غوښتي چې د ډاکټر ولي الله وژونکي دې زغرده ونیول شي ګنې خپل احتجاج به ټولې صوبې ته وغځوي.

XS
SM
MD
LG