د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا نور ۵۸ تنه مړه کړي


په سیند کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی په اېمبولینس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومب
په سیند کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی په اېمبولینس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومب

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا وایرسه ۵۸ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه دغه وایرس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۸۰۰کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر پنځه لکه او څه باندې ۲۳ زرو ته رسېدلی.

د جنورۍ تر ۱۹ مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۱۱،۰۵۵ کسان مړه شوي خو تر څلورو لکو او ۷۶ زرو زیات ترې بیرته رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په شااوخوا ټولو برخو کې د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستو لړۍ د جنورۍ ۱۸ مې پیل شوې ده.

سکولونه په تېر نومبر کې د کورونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو مخنیوي په موخه تړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG