د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن کې د جوبایډن لوړې مراسمو وړاندې امنیتي تدابیر نیول شوي


چارواکي وايي، په واشنګټن کې د امنیت څارنې لپاره به د ملي ګارډ ۲۰ زره سرتېري موظف وي.
چارواکي وايي، په واشنګټن کې د امنیت څارنې لپاره به د ملي ګارډ ۲۰ زره سرتېري موظف وي.

د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې له مراسمو وړاندې په واشنګټن ډي سي کې د مظاهرو او لاریونونو په ترڅ کې د تشدد اندېښنو له کبله ځانګړې تدابیر نیول شوي دي.

د جنورۍ له ۱۵مې تر ۲۱مې به په واشنګټن کې نېشنل مال او هغه پارک تړلی وي چې پکې مشهور ملي څلي جوړ دي او عموما پکې په دودیزه ډول زیات شمېر خلک د لوړې مراسمو کتو لپاره ورټول وي.

د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمې هم تړل شوې دي.

چارواکي وايي، په واشنګټن کې د امنیت څارنې لپاره به د ملي ګارډ ۲۰ زره سرتېري موظف وي.

د جنورۍ پر شپږمه ټرمپ پلوه کسانو د امریکا په پلازمېنه کې مظاهرې وکړې چې پکې پينځه کسان ووژل شول.

د امريکا د تحقيقاتو فيډرالي ادارې (اېف بي ای) مشر کريسټوفر رې ( Christopher Wray ) د جنورۍ پر ۱۴مه ویلي، هغوی هغه انلاین ( پرلیکه) ډله تعقیبوي چې له خلکو څخه یې د مسلح مظاهرو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG