د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دئ؟ مولانا فضل الرحمان


مولانا فضل الرحمان وویل حکومت وايي چې پوځ يې په شا ولاړ دی نو پوځ دې په ډاګه کړي چې دوی د حکومت سره دي او که د ولس سره؟ (انځور: ارشيف)
مولانا فضل الرحمان وویل حکومت وايي چې پوځ يې په شا ولاړ دی نو پوځ دې په ډاګه کړي چې دوی د حکومت سره دي او که د ولس سره؟ (انځور: ارشيف)

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وايي پوځ دې خپل سپیناوی وکړي چې د ده په وینا، هغه د يو نااهله او بې ځايه غوره شوي وزير اعظم تر شا ولاړ دئ او که له ولس سره؟

د جنورۍ پر درېیمه د پنجاب په بهالپور ښار کې د اپوزیشن ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) جلسې ته مولانا فضل الرحمان وویل: "زه ډېر په احترام د خپل پوځ مشروالۍ ته وایم که تاسو د دې ناجایز او نااهل حکومت تر شا ولاړ ياست نو بیا خپل پوزیشن روښانه کړئ چې موږ د خپل تحریک مخه ستاسو لوري ته درواړوو..

احتجاجي جلسه کې ګډونوالو مشرانو وویل په کومه ورځ چې اپوزیشن ګوندونو استعفاګانې ورکړې نو په هغه ورځ به دا حکومت نسکور شي.

د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیالې مشری مریم نواز جلسې ته وویل د دې حکومت له راتلو سره سم ګراني هم زياته شوې چې له کبله يې ولس له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

"ګراني دومره زیاته شوې چې کوم اوړه به د نواز شریف په حکومت کې په ۳۵ روپۍ کیلو ملاوېده هغه اوس په ۸۰ او ۹۰ روپۍکیلو ملاوېږي. د نوازشریف په دور کې به بوره په ۵۰ او ۵۲ روپۍکیلو ملاوېده، اوس هغه په ۱۲۰ روپۍکیلو ملاوېږي، دا رنګ د بجلۍ او ګیس نرخونه هره ورځ سېوا کېږي، او زه درته دا هم ووايم چې د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) ورته ویلي دي چې د بجلۍ نرخونه به ۲۵ فيصده زياتوي."

پر دې مهال پخواني وزیر اعظم او د پاکستان پيپلز پارټۍ يوه مخکښ یوسف رضا ګیلاني جلسې ته وویل اپوزيشن چې د دې راوستل شوي حکومت پرضد کوم جنګ شورو کړی نو دا يې د ذاتي ګټو لپاره نه بلکې د ولس د ائیني حقونو او صحافت د ازادۍ لپاره شورو کړی دی.

د حکومت دريځ

پوځ د فضل الرحمان څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۲۶مه ویلي ول چې د هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل اپوزیشن ګوندونه د پوځ او استخباراتي ادارې مشران داسې په نښه کوي چې مثال يې نشته.

ده وویل، د اپوزیشن ګوندونو دا موقف ناسم دی چې په انتخاباتو کې پوځ درغلۍ کړې دي او موجوده حکومت يې غوره کړی دی.

عمران خان زياته کړه چې که له اپوزیشن سره د درغليو ثبوتونه وي نو بيا ولې الېکشن کمېشن او يا سپريم کورټ ته نه دي ورغلي.

حکومت او انتخاباتي کمېشن همداراز په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دریځ لري چې اقتصادي ستونزې ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دي چې د هواري هڅې یې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG