د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال ماهرین د کورونا وایرس سرچینې پلټنو لپاره چین ته ورسېدل


په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د کورونا وايرس د ريښو معلومولو لپاره د صحت نړيوالې ادارې ماهرين تر اوږده ځنډ پس د جنورۍ پر ۱۴مه چين ته ورسېدل.

د چين سرکاري رسنيو راپور ورکړی چې په لسو غړو مشتمله د پوهانو نړيواله ډله ووهان ته رسېدلې.

تمه څرګندېږي چې دوی به په هغه ښار کې يوه مياشت ايسار وي چېرته چې د ۲۰۱۹ ز کال په اخره کې په لومړي وار کورونا وايرس معلوم شوی و.

د امريکا، اسټراليا، جرمني، جاپان، برتانيا،روس، قطر، نېدرلېنډز او ويتنام دا ماهرين به په قرنطين کې خپل کار پیل کوي او چينايي ماهرينو سره به د ويډيو کانفرنس د لارې غونډه کوي.

د صحت نړيوالې ادارې ( ډبليو اېچ او) مشرتېره اوونۍ د دې سفر لپاره د انتظاماتو پر ځنډ د خپګان څرګندونه کړې وه.

نوموړي ويلي ول چې د ساينس پوهانو تمرکز به پر دې وي چې څرنګه په لومړی ځل کورونا وايرس انسانانو ته ولګېدو.

د کورونا وايرس د ريښو په اړه داسې اټکل کېږي چې دا خاپرکو راوړی او د هغه ځناور په وسيله انسانانو ته خور شوی چې د ووهان په مارکېټ کې د خوراک يا دوايي لپاره خرڅ شوی و.

چينايي حکومت بيا دا نظرې خورې کړي دي چې کورونا وايرس د درامد شوي خراب سمندري خوراک له وجې مخې ته راغلی دی خو نړيوال ساينس پوهانو او ادارو بيا دغه دريځ رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG