د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال ماهرین د کورونا وایرس سرچینې پلټنو لپاره چین ته استول کېږي


په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان راتلونکې میاشت، د کورونا وایرس د سرچینې پلټنو لپاره د چین ووهان ښار ته نړیوال ماهرین استوي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

له هغې راهیسې دې وایرس ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۱۶ لکه زیات خلک وژلي او ۷۳ میلیونه زیات خلک یې ناروغه کړي دي.

تر اوسه دا پوښتنې لا ځوابه پاتې دي چې دا وایرس له کومې راغی او څنګه انسان ته ولګېدلو.

په لومړیو کې داسې ګومان کېده چې دا وژونکی وایرس له ځناورانو انسانانو ته لګېدلی دی خو اوس ماهرین فکر کوي چې کېدای شي دې وبا ته د ووهان په مارکیټ کې وده ورکړل شوې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG