د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې درې داعش وسله وال وژل شوي


چاوراکي وايي، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
چاوراکي وايي، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي، بېګا شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار په باګرامیو کې درې تنه داعش وسله وال د نښتې پر مهال وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جنوري پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې له دغه داعش وسله والو څخه درې دانې کلاشنکوفونه، ۱۸ شاژورنه، يو قبضه راکټ له څلور فايره مرميو سره، ۵ کړۍ لاسي بمونه، دوه عرادې موټرونه، يوه هندي ريکشا، يو پايه لب ټاپ کمپيوټر، ۳ سيټه موبايلونه، يو عدد هارډسک، او ۱۰ متره ثانيه سوز لين د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.

د خوږیاڼي په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG