د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټویټر د ولسمشر ټرمپ شخصي ټویټر پاڼه بنده کړه 


د جنورۍ پر اتمه د ټویټر د دې پرېکړې له وجې به ولسمشر ټرمپ خپلو ۸۸ اعشاریه اوو میلیونه پلویانو ته نیغ په نیغه د وینا کولو له سهولته محرومه شي.
د جنورۍ پر اتمه د ټویټر د دې پرېکړې له وجې به ولسمشر ټرمپ خپلو ۸۸ اعشاریه اوو میلیونه پلویانو ته نیغ په نیغه د وینا کولو له سهولته محرومه شي.

ټولنیزې شبکې ټویټر د تشدد د راپارېدو ګواښ له کبله د امریکايي ولسمشر ډنلډ ټرمپ شخصي ټویټرپاڼه په مستقله توګه بنده کړې ده.

د جنورۍ پر اتمه د ټویټر د دې پرېکړې له وجې به ولسمشر ټرمپ خپلو ۸۸ اعشاریه اوو میلیونه پلویانو ته نیغ په نیغه د وینا کولو له سهولته محرومه شي.

د ټویټر چارواکو په یو بیان کې ویلي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاڼې شوو تازه ټویټونو او د هغې په اړه تناظر ته تر بیا کتنې وروسته یې د تشدد راپارېدو د خطرو له کبله یې دا ګام پورته کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر شپږمه د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس پر ودانۍ تر برید وروسته ټویټر د دوی له تګلارو د سرغړونې په تور د ولسمشر ټرمپ پاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بنده کړې وه.

هغه مهال ټویټر خبرداری ورکړی وو چې که ولسمشر ټرمپ یې د اصولونو خلاف ورزي وکړه نو اکاونټ به یې په مستقله توګه بند کړل شي.

پر ولسمشر ټرمپ نیوکه کوونکي وايي چې هغه اکثره ټویټر د ناسمو معلوماتو خپرولو، کرکې خورولو او تشدد راپارولو لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG