د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خیبر پښتونخوا زندانونو محکمې ته د کورونا وبا مخنیوي توکي ورکړي


د پېښور زندان
د پېښور زندان

په پاکستان کې امريکا سفارت د خيبر پښتونخوا جېل خانه جاتو محکمې ته د کورونا وايرس مخنيوي توکي ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه بيان کې ويلي چې په سفارت کې په نړيواله کچه د نشيي توکو د مخنيوي او په دې اړه د قانون عملې کولو څانګې (ای اېن اېل) د ډېسېمبر له ۲۸ مې څخه د جنورۍ تر اوومې پورې تر نهه نيم لکه زيات سامانونه ورکړي دي چې په دې کې دستانې، د لاس وينځلو جراثيم وژونکې دوايي او صابونان شامل دي.

بیان وايي چې دا سامانونه د جېل په عمله او قيديانو کې وېشل شوي دي چې هدف يې په زندانونو کې د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG