د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکې د ممبی حملو پلانونکو نيولو لپاره انعام نور زيات کړ


د ممبي حملې پر وخت تاج هوټل اور اخيستی
د ممبي حملې پر وخت تاج هوټل اور اخيستی

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د نومبر په شپږويشتمه په يوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې هغو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې د ۲۰۰۸ کال په ممبئ حملو کې يې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلې هر څوک چې د دې بريدونو د پلانوونکو يا مرسته کوونکو په اړه د هغوی نيولو يا مجرم ثابتولو لپاره معلومات شريک کړي، د پنځه ميليونو ډالره جايزه دې واخلي. امريکې تر دې مخکې دا جايزه لس ميليونه ډالر اعلان کړې وه.

لس کاله مخکې د هند په ممبئ کې پر څو هوټلونو د نهو بريدګرو په ډزو کې د شپږو امريکايي وګړو په شمول ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. د هندي چارواکو په وېنا وسله وال له پاکستانه د سمندر له لارې دې حملې لپاره ورغلي وو چې پوليسو په ځوابي ډزو کې ووژل.

حفیظ سعيد د امريکې له خوا ترهګر ګرځول شوی او د نيولو لپاره يې پر سر لس ميليونه ډالر انعام دی
حفیظ سعيد د امريکې له خوا ترهګر ګرځول شوی او د نيولو لپاره يې پر سر لس ميليونه ډالر انعام دی

د هند وزيراعظم نريندرا مودي د نومبر په شپږ ويشتمه په راجستان کې د دې ورځې په مراسمو کې يوې جلسې ته وېنا وکړه. د نوموړي دفتر د دې وېنا ويډيو خپره کړې چې هغه پکې وايي: ((وروڼو او خوېندو! موږ د ترهګرۍ خلاف داسې جنګ وکړ چې نن ترهګرو ته له کشميره بهر وتل سخت شوي دي. مرګ ورته مخامخ دی. هندوستان به هيڅکله د يوولسمې مېاشتې ۲۶مه نېټه هېره نه کړي. موږ د دې حملې مجرمانو ته د سزا ورکولو موقعې په لټه کې يو. قانون به خپله چاره کوي خو زه غواړم ولس ته په دې اړه ډاډ ورکړم.))

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې پرون دا هم وويل چې د ممبئ حملې پلانوونکي لس کاله وروسته هم په رسمي ډول مجرمين نه دې پېژندل شوي. هند د لشکر طيبه او جماعت الدعوه ډلې پر بنسټ ايښودونکي حافظ سعيد او يو بل مشر ذکي الرحمن لکهوي د دې حملې د پلانولو تور پورې کوي.

پاکستان د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د دې نوو خبرو په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې دريځ دا ښودلی چې د هېواد عدليه ازاده ده او هغوی د تورنو کسانو خلاف ثبوتونونو نه موندلو له وجې هغوی له جېله خوشي کړې دي.

بريد ګر اچمل قصاب
بريد ګر اچمل قصاب

د سياسي چارو پوه، ډاکټر محمد تقي وايي د امريکې له خوا د ممبئ حملې په پلانوونکو د پېسو انعام زياتول او پر پاکستان دا غږ کول چې دغه خلکو ته دې سزا ورکړي، به نتيجه ونه لري.((دا تر ډېره علامتي خبرې دي. د دې لویه وجه دا ده چې امريکا د پاکستان په اړه واضحه پاليسي نه لري. يو خوا پرې فشار اچوي خو بلخوا ورسره ملګرتيا کوي. کېدای شي دا بيان په سياسي توګه زور ولري خو ماته تر ډېره پورې علامتي ښکاري.))

په ممبئ کې په حمله کوونکو کې يو تن اجمل قصاب په زخمي حالت کې نیول شوی وو چې د پوليسو له خوا د خپرو شوو ويډيو ترمخه نوموړی پکې اقرار کوي چې له پاکستانه يې دا بريد پلان کړی وو. قصاب د عدالت د پرېکړې تر مخه په ۲۰۱۲ کال کې پانسي شو.

XS
SM
MD
LG