د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلګونو ماشومانو ژغورونکي اعتزاز احسن پلار وايي سرکاري وعدې تر کاغذونو وې


هنګو: د اعتزاز احسن ورور مجتبی حسن چې په ناستو کې له کیڼه اړخ دوهم دی، د خپل سرښندونکي ورور له تصویر سره ویر کوي چې په سرکاري سکول کې یې یوځانمرګی بریدګر ته غاړه ورکړه او سلګونه ماشومان یې وژغورل. ۲۰۱۴، د جنورۍ ۱۰مه نېټه
هنګو: د اعتزاز احسن ورور مجتبی حسن چې په ناستو کې له کیڼه اړخ دوهم دی، د خپل سرښندونکي ورور له تصویر سره ویر کوي چې په سرکاري سکول کې یې یوځانمرګی بریدګر ته غاړه ورکړه او سلګونه ماشومان یې وژغورل. ۲۰۱۴، د جنورۍ ۱۰مه نېټه

اووه کاله وړاندې د ۲۰۱۴ز کال نننۍ نېټه یانې د جنورۍ شپږمه د هنګو په تاریخ کې ښايي تر ډېره نه یوازې د هغې سیمې د ځايي ولس په زړونو کې تلپاتې وي بلکې هرڅوک چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ او زړوتیا کیسه لیکي نو که یې د اتل ځوان اعتزاز احسن ذکر ونکړ، دا به د هغه له سرښندنې سره یو لویه ناانصافي وي.

نن (چارشنبه) د ابراهیمزود اعتزاز احسن اووم تلین دی خو د هغه د کورنۍ، ملګرو او خپلوانو لپاره یې نه یادونه مري او نه خبرې.

نوموړي د ۲۰۱۴ز جنورۍ پر شپږمه نېټه د هنګو په ابراهیمزو کې د خپل سکول بهر د خپل سر په ښندنه د يوه ځانمرګې بريد هڅه شنډه کړې وه او د سلګونه ماشونو ژوند یې وژغوره.

د احسن زړوتيا نه يواځې په قامي بلکې په نړيواله کچه وستایل شوه، ګڼو جهاني رسنيو هغه ته د عقيدت پيرزوینو پر وړاندېکولو سره د هغه په باب ليکنې کړې وې.

د ابراهيمزو سرکاري سکول د "اعتزاز احسن شهید" په نامه ونومول شو.

د سکول مرستيال پرنسپل طاهر شاه مشال راډيو ته وويل چې د احسن قرباني ټول انسانيت لپاره وه.

ده وويل، له ډېرو لرلو سيمو څخه خلک دې سکول ته ورځې چې اعتزاز ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړي.

"د هغه کمی تل په سکول او ټوله سيمه کې محسوسېږي. په ۱۶ کلنۍ کې انسان په ښه، بد پوه شي، هغه د ټولو لپاره يو مثال جوړ کړ. هغه هلکان چې دې سکول سره ناشناسه وي، کله هم راځي نو له ډېر فخر او جذبې سره راځي. هغوی وايي، دا هغه سکول دی چې دلته يو مثال جوړ شوي دي. دلته قربانۍ ورکړل شوي دي. دا سکول د هغو زده کوونکو لپاره یوه نمونه یا ماډل دی. علم او قلم له انسانه انسان جوړوي. دلته زدکوونکیو کې دا جذبه ده چې د اعتزاز پشان د انسانيت خدمت وکړو."

د خيبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۴ز کال کې اعلان وکړ چې دوه ډګري کالجونه به جوړوي، د هنګو او کوهاټ ترمنځ سړک به د اعتزاز احسن په نوم کوي او هغه سکول ته به امنيت ورکوي چې احسن له ځانمرګي بريدګره ژغورلی وو.

حکومت په هغه وخت کې د احسن کورنی ته ۵۰ لکه روپۍ د مرستې په توګه هم ورکړې وي. او د پاکستان د هغه وخت ولسمشر ممنون حسين، اعتزاز ته تر مړینې وروسته د زړورتيا ملي تمغه "ستاره جرات" هم ورکړې وه.

خو د احسن پلار، مجاهد بنګښ وايي، حکومتي ژمنې تر کاغذونو پوري پاتي دي.

دی زیاتوي چې د اتل معنا خو دا نه ده چې نوم يې تر کاغذونو پورې پاتي شي.

"هغه د پاکستان او قام بچی وو. زما لپاره تر اوسه د ماشومانو تعلیم، نه زما علاج، نه ده بجلۍ يا ګيس بیل يا د انټرنېټ بیل او يا نور شيان يې ما ته نه دي راکړي، داسې هېڅ څیز یې ما ته نه دی راکړی چې زه پري فخر وکړم. زما د فخر لپاره يې هېڅ امداد يا کومک نه دی کړی. موږ ځکه له حکومته نهيلي يوو."

مجاهد علي بنګښ زياته کړه چې بايد حکومت يې زوی نازولی وی او د هغه بهادرۍ ته يې عقيدت وړاندې کړی وی.

خو د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزي چې په هغه وخت کې د اطلاعاتو وزير وو، مشال راډيو ته وويل چې د اعتزاز کورنۍ ټولې غوښتني جايزې دي او له اعلا وزير سره په ملاقات کې به دا خبره راپورته کوي.

"حکومت اعتزاز ته ستاره جرات ورکړي وو او ورسره مالي مرستي هم کړي وي. خو ځيني داسي شيان دي چې څه رنګه تاسو ذکر وکړو، د سړک نوم او يا هغه وخت کې حکومت کومې ژمنې کړي وي، په هغې کې به ځيني مشکلات يا مسله وي. خو زه به پري خپل ځان پوه کړم. د هغه کورنۍ سره به څومره مرستې کيداي شي، هغه به موږ کوو. ځکه چې دا زموږ فخر دی. دا هغه خلک وو چې ترهګرۍ پر وړاندې ولاړ وو."

شوکت يوسفزي زياته کړه چې ټولو شهيدانو ته د قدر په سترګې ګوري.

خو د اعتزاز احسن پلار مجاهد علي بنګښ له حکومته غواړي چې د زوی بهادري ته دې یې درناوی وکړي او خپل اتلان دې په سم ډول ونازوي.

دی زیاتوي، اووه کاله تېر شول خو زوی يې له زړه نه وځي. دا اووه کاله یې ډېر سخت تېر کړي دي. هر وخت یې بچی په ذهن کې وي او هغه یې يادېږي. په کور کې تل د اعتزاز خبرې کېږي.

د هنګو اتل اعتزاز حسن نه هېرېدونکې سرښندنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:45 0:00

اعتزاز احسن د ۲۰۱۴ز په جنورۍ کې د نهم تولګي زده کوونکی وو.

هغه په خپلو ملګرو کې مشهور وو ځکه چې ډېر قوي وو. د اعتزاز يو ملګري اصغر حسين بنګښ وايي، د هغه تشه تر اوسه محسوسوي.

دی زیاتوي چې: "موږ به ډېر تنګاوه. موږ به ورسره ټوکې ټکالې کولي. هغه په بدن غټ وو او چې کله مو به ډېر تنګ کړ نو موږ به يې په غېږ کې راټينګ کړو او زور به يې راکاوه. موږ ته تر اوسه پوري يقين نه راځي چې اعتزاز نشته. دا خبره چې کله ذهن ته راشي چې اعتزاز نشته نو دا ډېر تکليف راکوي. موږ هغو ځايونو ته چې کله ورځو چې په کومو ځايونو کې مو يوځای ناسته، ولاړه کړې نو درد محسوسوو."

XS
SM
MD
LG