د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبانو د وژل شوي اعتزاز حسن کورنۍ ګواښلې ده"


زدکوونکي اعتزاز حسن هغه مهال و وژل شو چې کله يې يو ځانمرګی بريد ګر ښوونځي ته د ننوتو پروخت په غېږ کې نيولی وو.

د ځانمرګي بريد د مخنيوي پر مهال د وژل شوي زدکوونکي اعتزاز حسن کورنۍ وايي، د وسله والو طالبانو له ګواښونو سره مخامخ ده.

د هنګو د يوه حکومتي سکول زدکوونکي اعتزاز حسن د ۲۰۱۶ ز کال د جنورۍ پر شپږمه نېټه هغه مهال وژل شوی وو چې کله يې يو ځانمرګی بريدګر ښوونځي ته د ننوتو پروخت په غېږ کې نيولی وو.

پر دې مهال چاودنه وشوه چې پکې اعتزاز حسن ټپي شو او وروسته يې په هسپتال کې ساه ورکړه.

د وسله والو طالبانو په خط کې ليکل شوي چې اعتزاز حسن شهيد نه دی او دده ورور ( مجتبی حسن) دي له مطبوعاتو او حکومتي چاروکيو سره ملاقاتونه نه کوي.

خو د شاوخوا درې نيم کلونو تېرېدو وروسته هم دده کورنی له خطرسره مخامخ ده.

د اعتزاز حسن ورور مجتبی حسن بنګش د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې سږ کال د اپريل پر شپږمه نېټه تحريک طالبان پاکستان يو ليک ورلېږلی چې پکې يې دوی ته ګواښونه کړي وو.

دده په وينا ، په خط کې ليکل شوي چې اعتزاز حسن "شهيد" نه دی او دده ورور (مجتبی حسن) دې له مطبوعاتو او حکومتي چارواکيو سره ملاقاتونه نه کوي.

که څه هم د ليک د کره والي تصديق نه دی شوی خو مجتبی حسن بنګش د خاموشه پاته کېدو پر ځا ی د وسله والو د ګواښونو په اړه د پاکستان له مختلفو مطبوعاتو سره خبرې کړي دي.

نوموړی وايي، له مطبوعاتو سره تر خبرو وروسته حکومت د چارشنبې په ورځ دده پر حفاظت يو ليويز او دوه پوليس عسکر ګمارلي دي.

تر وژل کېدو وروسته اعتزاز حسن نړيوال شهرت و موند.

مجتبی حسن د خپل وژل شوي ورور اعتزازحسن له هم صنفانو سره.(فايل فوټو)
مجتبی حسن د خپل وژل شوي ورور اعتزازحسن له هم صنفانو سره.(فايل فوټو)

ځېنو دده زړورتيا وستايله او ځېنو بيا پر حکومت نېوکي وکړي چې خپل وګړيو ته د امنيت په ورکولو کې د پاته راتلو په نتيجه کې يې يو ماشوم خپل ځان قربانولو ته مجبوره کړ.

له دې وروسته د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په ۲۰۱۴ ز کال د مارچ پر ۲۳ مه اعتزازحسن ته د زړورتيا ملي جايزه (ستاره جرات) ورکړه او ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا حکومت هم دده له کورنی سره ځینې ژمنې وکړې.

صوباي حکومت اعلان وکړ چې دوه ډګري کالجونه به جوړوي، هنګو کوهاټ سړک به د اعتزاز حسن په نوم کوي او هغه سکول ته به امنيت ورکوي چې اعتزاز حسن له ځانمرګي بريدګره ژغورلی وو.

د خيبر پښتونخوا حکومت وار له مخه د اعتزاز حسن کورنی ته ۵۰ لاکه روپۍ د مرستې په توګه ورکړې دي.

ددې ترڅنګ د تحريک انصاف مشر عمران خان هم اعلان کړی وو چې د خېبر پښتونخوا حکومت به د هغه کورنی ته مياشتنۍ وظيفه ورکوي.

خو مجتبی حسن وايي، حکومت کړې ژمنې لاهم پوره کړې نه دي.

د مشال راډیو په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان سره د تماس نيولو هڅې بريالی نشوې خو البته مجتبی حسن وايي، دوی په دې وروستيو کې له عاطف خان سره رابطه کړې وه او هغه د حکومتي ژمنو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

د خيبر پښتونخوا حکومت وار له مخه د اعتزاز حسن کورنی ته ۵۰ لاکه روپۍ د مرستې په توګه ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG