د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې کورونا وبا: رسنۍ یو څه او ډاکټران بل څه وايي


پېښور کې یو خدای خدمتګار رېل ګاډي ته تر ختو وړاندې د یوه کس لاس په سنېټیایزو ورپاکوي.
پېښور کې یو خدای خدمتګار رېل ګاډي ته تر ختو وړاندې د یوه کس لاس په سنېټیایزو ورپاکوي.

د پاکستان په مرکزي حکومت کې د کورونا وبا د کنټرول ادارې تازه شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې د کورنا وايرس د معايناتو د مثبتېدو شرح ۶،۲۸ فيصده ته رسېدلې.

د دې ادارې د معلوماتو ترمخه، د کورونا وايرس هغه ناروغان چې د پېښور په هسپتالونو کې وينټيليټر مشينونه ورته لګول شوي، فيصدي يې د ګل پر ورځ ۳۵ رېکارډ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا درو اوونيو راهيسې په پاکستانيو مطبوعاتو کې داسې رپورټونه خپاره شوي چې ګواکې په خيبر پښتونخوا کې د يو چا په کورونا وايرس د اخته کېدو لپاره د کېدونکيو معايناتو د مثبتېدو شرح د هېواد د نورو صوبو هغې پرتله سېوا ده.

خو په خيبرپښتونخوا کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ په اړه د معلوماتو خپرولو د دفتر مشر ډاکټر اکرام الله د جنورۍ پر پنځمه مشال راډيو ته وويل چې حالت تر هغې ډېر ښه دی چې په رسنيو کې ښوول کېږي.

د نوموړي په خبره، د ټيسټونو د نتيجو انحصار تر ډېره د هغو لپاره د اخيستل شويو نمونو پر شمېر وي. که د کمو نمونو يا سامپلو ډېری نتيجې مثبتې وخېژي نو په ټوله کې د مثبتېدو شرح زياته حساب شي.

((د معايناتو د پايلو مثبتې هغه اول رېکارډ کېږي او دا ځکه چې د ناروغ تن د کورنۍ د غړيو او د هغو کسانو چې دی ورسره نيږدې پاته شوی وي، ټيسټونه هم وشي. هر کله چې معاينات کم وي، د مثبتو هغو شرح يې سېوا راځي. څو ورځې مخکې په رسنيو کې راغلي ول چې په ايبټ اباد مثبتو پېښو شرح ۴۰ فيصده ته رسېدلې، خو چې موږ خپل حساب کتاب وکړ نو فيصدي ۲۱ ته راټيټه شوه. دا مهال په خيبرپښتونخوا کې د مثبتو کيسونو اوسط شرح ۷،۵ ده. خو دا شرح له وخت او ځای سره بدلېږي.))

ډاکټر اکرام الله زياتوي چې د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې د صوبې د ټولو سيمو په لويو هسپتالونو کې د ولس لپاره د کورنا وايرس ټيسټونو اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ده په خبره، که يو څوک د کورونا ناروغۍ علامات، چې ټوخی، زکام، بدن درد او يا هم تبه ده، ولري نو کولای شي چې د دوی يوې ځانګړې شمېرې ته زنګ ووهي او کورونا معاينات کوونکې سرکاري ډله خپل کور ته وغواړي.

((د کورونا تيسټونو لپاره دا وخت ټولې ۱۱ لېبارټرۍ لرو او د صوبې په شاوخوا هره سيمه کې يوه شته. موږ هره ورځ د ۷۰۰۰ ټيسټونو کولو ظرفيت لرو. د صوبې هغه خلک چې د کورونا علامات لکه ټوخی، زکام، بدن درد او يا تبه لري، کولای شي زموږ د کال سنټر ۱۷۰۰ شمېرې ته زنګ ووهي. سرکاري ټيم تيار وي چې د هغه ناروغ تن کور ته ولاړ شي او ټيسټ يې وکړي. همداراز د هرې يوې سيمې په هر يو غټ هسپتال کې هم د ټيسټ اسانتياوې لرو. پر دې سربېره زموږ صحي ډلې دفترونو او سکولونو ته هم ځای چې پر يوه ځای د ټيسټونو لپاره ډېرې نمونې غونډې کړي. حکومت د نمونې يا سامپلېنګ اخيستو خدمات وړيا او ښه ډېر ورکوي.))

د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د کنټرول ملي اداره وايي، د ګل تر ورځې پورې د پېښور په هسپتالونو کې د کورنا ناروغانو لپاره له مختص شويو بسترو ۵۸ فيصده يې ډکې شوې وې.

د پېښور د تر ټول لوی روغتون اېل ار اېچ و ياند محمد عاصم د جنورۍ پر پنځمه مشال راډيو ته وويل، دوی ته له ټولې صوبېکورونا ناروغان ورځي خو اوس هم خالي بسترې لري او دا چې د ناروغانو د درملنې چارې يې ښې روانې دي.

((موږ په صوبه کې تر ټولو غټ کورونا کمپليکس جوړ کړی دی. دا مهال پکې ۲۴۰ کټونه لرو او ۸۳ ناروغان راسره داخل دي. دا سمه ده چې د کورونا د مثبتو کيسونو شرح سېوا شوې. خو زموږ هسپتال ته دومره ډېر ناروغان هم نه راځي چې موږ پرېشانه کړي. موږ ته د پېښور په نسبت د صوبې له نورو ضلعو زيات مريضان راځي.))

د اېل ار اېچ وياند محمد عاصم زياته کړه چې دوی د صوبې له صحت محکمې سره په نېزدې اړيکه کې دي او که اړتيا وه نو په دې هسپتال کې د کورنا ناروغانو د بسترو شمېر ۵۰۰ ته لوړلی شي.

د پېښور ځينې اوسېدونکي بيا اندېښمن دي چې د خلکو نه احتياط ښايي د کورونا وايرس وبا د خاتمې هڅو پر وړاندې لوی خنډ ثابت شي.

د محمد نديم په نوم د پېښور يو اوسېدونکی په تېره د دې ښار په چټک بس سروېس يا بي ار ټي کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته پرېشانه دی.

((دلته لا هم خلکو کورونا وايرس او ورسره تړلي خطرونه جدي نه دي نيولي. بازار کې به ګورې چې ماسک څوک نه اچوي، يو بل سره نيږدې روان وي، په تېره د بي ار ټي تماشه که دې وکړه نو حيران به شې. خلک يو بل ديکي چې بس ته وخېژي او ځانته ځای پيدا کړي. په دفترونو کې کېدای شي حالت يو څه ښه وي، خو بهر په بازارونو کې هېڅوک احتياط نه کوي.))

د خيبر پښتونخوا په صحت محکمه کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ لپاره د ځانګړي شوي دفتر مشر ډاکټر اکرام الله زياتوي، تر هغې چې د کورونا وايرس واکسين پاکستان ته رسي، خلک بايد له دې وايرسه د حفاظت لارښوونې، چې ماسک اچول، لاسونه بيا بيا په صابون مينځل او ټولنيز واټن ساتل دي، بايد هرو مرو عملي کړي.

XS
SM
MD
LG