د لاسرسي ځای

تازه خبر

چې عمران خان نه وي راغلی مړي نه ښخوو: هزاره پرلتوال


په مچ کې د وژل شویو هزاره کانکیندونکیو مړي هزاره ټاون ته وړل شوي، د وژنې پرضد یې پرلت دوام لري: ۲۰۲۱، ۴م جنوري
په مچ کې د وژل شویو هزاره کانکیندونکیو مړي هزاره ټاون ته وړل شوي، د وژنې پرضد یې پرلت دوام لري: ۲۰۲۱، ۴م جنوري

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن درېیمه ورځ هم د هزاره ولس له لوري احتجاجي پرلت دوام لري او د هغو لس تنو کانکیندونکو مړي هم خاورو ته تراوسه نه سپاري چې د هفتې او اتوار په منځنۍ شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو وژلي ول چې وروسته یې داعش نومې وسله والې ډلې ذمه واري ومنله.

که څه هم د پرلت ختمولو لپاره د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید بېګا شپه کوټې ته ورغلی وو او له پرلتوالو سره یې ولیدل خو خبرې یې ناکامه شوې، پر دې مهال مظاهره چیانو وویل چې تر څو وزیر اعظم عمران خان نه وي ورغلی تر هغو پرلت نه ختموي او نه هم مړي خاورو ته سپاري.

له پرلتوالو سره تر لیدنې وروسته وفاقي داخله وزیر شیخ رشید له خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وویل، حکومت به نه یوازې په پېښه کې تورن کسان نیسي او په سزا به رسوي بلکې د وژلیو کانکیندونکو له کورنيو سره به مالي مرستې هم کوي. دغه ډول هغه په کوټه او د صوبې په نوربرخو کې د امنیت ټینګولو او په خاصه توګه د هزاره ولس امنیت خوندي ساتولو تسلي هم ورکړې ده.

ولې مو وژنئ؟

یوه میرمن کلثوم بي بي چې ورور یې د مچ په پېښه کې وژل شوی دی، مشال راډیو ته وویل، ''دوه کاله وړاندې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي ول چې په راتلونکې کې به نور د هزاره وګړو هدفي وژنې نه کېږي. نو بیا یې زموږ خلک په کوم جرم او ولې وژلي دي. هغه قصور دې موږ ته راوښيي. چې له امله یې نن ټوله هزاره ولس احتجاج ته اړ شوي دي. اوس پکار دي چې وزیراعظم عمران خان دلته راشي او وګوري چې د وژل شوو کسانو میندې خوندې او د کورنۍ غړي په کوم حالت کې دي، او کومو خلکو چې داکار کړی دی، که په هغوی کې غیرت او همت وای نو پکار وو چې مخامخ راغلي وی. دغه د شا لخوا وار یې نه وی کړی لکه څنګه چې یې زما ورور وژلی دی.''

د کور مې درې تنه شهیدان شول

یوه بله مېرمن زهره وايي چې د دې د کور درې تنه شهیدان شوي دي، په هغه کې یو عزیز، دوهم چمن علي او درېم نسیم دی. دا وايي، چمن علي یې سکه ورور وو او عزیز او نسیم یې د کاکا زامن ول.

دا زیاتوي: ''زه غواړم چې عمران خان ژر ترژر دلته راشي او زموږ حساب دي وکړي او زموژ قاتلان دې موږ ته په لاس راکړي. یخني چې څومره زیاتیږي، زموږ حوصلې هم دومره پخیږي اوس خو ۳ ورځي د پرلت شوي دي، که درې میاشتې وي خو بیا به هم دلته ناست یوو.''

مج کې د وژل شویو کانکیندونکو خپلوان په ویر دي. ۲۰۲۱، ۴ جنورۍ
مج کې د وژل شویو کانکیندونکو خپلوان په ویر دي. ۲۰۲۱، ۴ جنورۍ

بېګا شپه په منفي ۱۰ یخني کې ناست وو

د هزاره ټاون یوه بل مېرمن بسیره وايي، یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې وزیر اعظم عمران خان صاحب دلته راشي او دوی ته باور ورکړي چې نور به د هزاره قام وګړو هدفي وژنې نه کېږي.

دا وايي: (په دومره ناترسۍ خو څوک حیوانان نه حلالوي لکه څنګه چې یې زموږ له خلکو غاړې پرې کړې وې. دا خو د ټوله انسانیت قتل دی. موږ دلته په شوق نه یو ناست او تېره شپه دلته یخني منفي ۱۰ وه. خو بیا هم سپینسرې، سپینږیري، ښځې، او ځوانان په شنه یخ کې له مجبورۍ دلته ناست وو. موږ ته مو قصور راوښیئ چې کله مې په هدفي بریدونو کې وژني او کله مو په بمي چاودونو کې وژني او کله مو له بسونو څخه کشته کړي او بیا مو ووژني، خو دا ټوله به تر کله پوري وي. نو ځکه زموږ دهرنه یا پرلت به تر هغو روان وي چې تر څو عمران خان دلته نه وي راغلی او زموږ غوښتنې یې نه وي اورېدلې او زموږ پوښتنې یې نه وي جواب کړې.)

''د مېرمن بسره په وینا له حکمرانانو او وزیر اعظم څخه خپل حق غواړي، دا زیاتوي د دې ملک د یوه ښهري یا د یوه انسان په توګه یې د ژوند کولو حق شته او که نه؟

موږ د دې پوښتنو حق لرو ځکه چې عمران خان صاحب زموږ په ووټ وزیراعظم جوړ شوی دی او زموږ لپاره وزیر اعظم جوړ شوی دی، د ځان لپاره خو نه دی جوړ شوی؟

دلته راشه د خپلو ښاریانو همدرد جوړ شه، یوازې وزیر اعظم مه جوړېږه ځکه چې زموږ وزیر اعظم نه دی پکار. که حکومت وغواړي چې مجرمان ونیسي نو په یوه ګنټه کې یې نیولی شي خو هغه نه غواړي ولي نه غواړي دا موږ ته نه ده معلومه؟

کله مو د هزاره په نامه وژني، کله مو د شییعه په نامه وژني، خو دغه ډول په بېدردۍ سره وژل د پاکستان په تاریخ کې نه دي شوي.''

د عمران خان غبرګون

وزیر اعظم عمران خان هم د ۱۱ کانکیندونکو د وژني عمل تره ګري او یو غیر انساني عمل بللی دی. نوموړي د پېښې پر ورځ پر خپل ټویټر خپاره کړي پیغام کې پر سرحدي عسکرو غږ کړی چې په پېښه کې تورن کسان دې زغرده ونیول شي. هغه ویلي نه یوازې مجرمان به د قانون منګولو ته راوړل کېږي بلکې حکومت به یې له اغېزمنو کورنيو سره اوږه پر اوږه ولاړ وي.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان د دې پېښې په اړه له صوبايي حکومت او ځايي چارواکو څخه رپورټ غوښتی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د مچ چارواکو ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.

په کوټه کې د مچ پېښې پرضد د درنې/پرلت منتظیمینو د جنورۍ پر څلورمه نېټه (دوشنبه) خبري کنفرانس ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د هزاره ولس لس تنه یې ډېر په بې دردۍ وژلي دي.

پر دې مهال د مجلس وحدت المسلمین بلوچستان مشر اغا رضا وینا وه چې "ځناور هم څوک داسې نه غرغره کوي" لکه د دوی ولس چې یې ووژلو.

د ده په وینا، له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې یې وګړي په یواړخیزه ترهګرۍ کې وژل کېږي خو هېڅ قاتل یې ګرفتار نه شو او نه هم ورته وښودل شو.

نوموړي ویل د شهیدانو له کورنیو سره دې په حکومتي کچه مالي مرستې ورکړل شي او که معاوضه ورنکړل شوه نو دغه متاثره کورنۍ به در په دره شي.

د افغانستان غبرګون

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت په بلوچستان کې د اهل تشيع هزارګانو وژنې پيښه په "سختو ټکو کې غندلې ده."

د بهرنيوو چارو وزارت د جنورۍ پر څلورمه په يو بيان کې ويلي، په وژليو کې اووه کسان د افغانستان وګړي دي.

بيان وايي په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکو تر پېښې وروسته د وژلیو کسانو کورنيو او د پاکستان له حکومت سره د مړو د پېژندګلوۍ لپاره رابطه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت بيان زياتوي کابل له اسلام اباده د دغې پېښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګلو ته د سپارولو هم ويلي دي.

د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو رسنیو ته ویلي چې ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونیول شي او د عدالتو له لارې به سزا ورکول شي.

بلوچستان بار کونسل د مچ پېښه حکومتي ناکامي بللې او وايي چې په صوبه کې د امنیت په نامه هرکال په اربونو روپۍ لګېږي خو د بدامنۍ پېښې لاهم بیا بیا تکراېږي.

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې مشر منیر کاکړ ایډوکیټ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت دې په پېښه کې ککړ کسان ژر ونیسي.

د اتوار په ورځ د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپي شوي هم دي.

په بلوچستان کې شيعه هزاره ګان امنيت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.

XS
SM
MD
LG