د لاسرسي ځای

تازه خبر

تل د سر ویره لرو او د تعصب ښکار یو: رضا وکیل هزاره


رضا وکیل هزاره وايي په موټر کې چې څوک ورپسې روان وي، وېرېږي.
رضا وکیل هزاره وايي په موټر کې چې څوک ورپسې روان وي، وېرېږي.

رضا وکيل هزاره د کوټې ښار په لارو کوڅو کې رالوی شوی، زدکړې، سياست او کاروبار هم دلته کړی، له پښتنو، بلوڅو او نور کوټې والو سره يارانې دوستانې او غم ښادۍ کړې خو نن هم دغه ښار ورته د یو لوی زندان او ترهې په يوه علامت بدل شوی دی.

په کوټه کې پر هزاره ګانو د ترهګرو بريدونو اوږدې څپې د نورو هزاره ګانو په ډول د رضا وکيل ورځنۍ ژوند هم اغېزمن کړی او د هغه په وينا، په تېرو ۱۰ کلونو کې بېخي پر کور يا په هزاره ټاون کې د بندي په شان ژوند کوي.

د جنورۍ پر درېیمه نېټه له کوټې سره نږدې وسله والو کسانو ۱۱ هزاره کان کیدونکي ووژل چې دې پېښې د رضا وکيل وېره نوره هم زياته کړې ده.

هزاره ګان چې اهل تشیع يې دي د کوټې په دوو سيمو مري اباد او هزاره ټاون کې مېشت دي.

ځايي چارواکي د دوی ابادي شاوخوا پنځه لکه يادوي چې پکې په زرګونو کسان يې د امنیت له کبله یا خو د پاکستان نورو سيمو يا بهر هېوادونو ته کډه شوي دي.

د هزاره ګانو د وژلو لړۍ په ۲۰۰۳م زکال کې له يوې ترهګرې حملې پیل شوه چې تر نن ورځې پورې هم ورباندې وخت ناوخته بريدونه کېږي. پر دوی د اکثره حملو ذمه واريانې ناقانونه ګرځول شوې وسله والو ډلو لشکر جهنګوي او داعش منلې دي.

يو وخت به د کوټې ښار په بازار کې د هزاره ګانو په سلګونو دوکانونه ول، په باچا خان چوک به هزاره ګانو جېکټونه او وچه مېوه خرڅوله، په موټر سايکل يا سايکل به سپاره تر سترګول کېدل، په سکولونو، يونيورسټۍ کې به يې درسونه ويل او په سرکاري دفترونو کې به يې کارونه کول خو اوس په هم دې بازار، تعليمي ادارو او دفترونو کې خال خال هزاره په نظر راځي.

رضا وکيل هزاره هم له ۱۹۹۰م کاله څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې د کوټې په عبدالستار روډ کې د کېسټونو دوکان درلود خو د ده په وينا يوه ورځ حکومت ورته وويل چې د په نښه کېدو پلان یې جوړ شوی چې له کبله يې دوکان وتړلی او په کور کې کښېنوست.

"زما ډېر ښه کاروبار وو. حکومت راته وويل چې تاسو په نښه ياست دوکان ته مه راځئ. ما له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې دوکان تړلی دی او څو کاله خو بيخې له کوره نه وتلی نه وم."

خو ترهګرۍ يوازي د رضا وکيل کاروبار نه بلکې د هغه د ماشومانو زدکړې هم اغېزمنې کړې دي. د هغه دوه زامن او دوې لوڼه دي.

"زما مشر زوی د کوټې په تعمیر نو کالج کې وو او هلته به هلکانو ورته 'کافر کافر شیعه کافر' ویل او بیا يې له يوه پښتانه سره جګړه وشوه او له کالجه واېستل شو او بیا مې په ډېرو خواستونو پرنسپل رضا کړ چې هغه ته د ۱۲م صنف امتحان ورکولو اجازه ورکړي. اوس مې زوی او يوه لور د زده کړو لپاره يو بل ښار ته لېږلي دي."

۶۲ کلن رضا وکيل له تېرو ۴۵ کالونو راهيسې ټولنيز او سياسي فعال دی.

هغه د هزاره ډېموکرېټک پارټۍ پخوانۍ مرستيال مشر وو. د يوه ټولنيز فعال په توګه ډېر پښتانه او بلوڅان ملګري لري خو اوس د ترهګرو له خوا د په نښه کېدو له ويرې ښار ته نشي ورتلای.

"زه چې کله ښار ته په يوه کار پسې ولاړهم شم نو ملګري راته وايي چې ولې راغلی يې، هسې نه په نښه شي؟ سرياب روډ ته خو بیخي نه یم تللی او په بلوچستان يونيورستۍ ګې خو مو له ډېرو کلونو راهيسې له سره قدم نه دی ایښی."

رضا وکيل چې کله هم په دفتري کار پسې بازار ته تللی نو د ده په وينا د خلکو برخورد بازار ته په ورتګ پېښمانه کړی دی.

"بازار کې ډېر تعصب راسره کېږي، خلک بد بد راته ګوري، په موټر سايکل سپور یم، دوی د هزاره په حیث بېخي لاره نه راکوي او زه حېرانه شم چې زه خو دوی پېژنم هم نه، نو بیا ولې داسې راته ګوري. بازار ته ځم نه او چې ولاړشم نو بیا په تګ پښېمانه يم."

رضا هزاره يوازې له تعصب سره مخامخ نه وي بلکې دا وېره هم ورسره وي چې هسې نه يو څوک يې په نښه کړي.

هغه وايي چې په موټر کې څوک ورپسې روان وي نو ووېرېږي، چې يو کس يې دوه درې منټه په څنګ کې ودرېږي نو ووېرېږي، يو چا په ځان د يخ له وجې څادر اغوستی وي نو دی ورڅخه ووېرېږي.

دا يوازې د رضا وکيل کيسه نه ده بلکې په کوټه کې د اباد هر هزاره ژوند دغسې له کړاوه او وېرې ډک ژوند تېروي.

دوی هر وخت د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

دوی په ازاده پښه نشي ګرځېدلای او ژوند يې تر مري اباد او هزاره ټاون پورې محدوده شوی دی.

XS
SM
MD
LG