د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د مچ پېښې ضد پرلت: مړي لا خاورو ته نه سپاري


په مچ کې د وژل شویو هزاره کانکیندونکیو مړي هزاره ټاون ته وړل شوي، د وژنې پرضد یې پرلت دوام لري: ۲۰۲۱، ۴م جنوري
په مچ کې د وژل شویو هزاره کانکیندونکیو مړي هزاره ټاون ته وړل شوي، د وژنې پرضد یې پرلت دوام لري: ۲۰۲۱، ۴م جنوري

د بلوچستا ن په مچ کې د ۱۱ کانکیندونکیو د وژنې پر ضد د کوټې هزاره ولس له لوري د ښار پر غربي باي پاس د اتوار ورځې له مازیګر راهیسې پرلت پیل کړی دی.

د مچ پولیسو ویاند نور الله رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جنورۍ درېیمې پر شپه شوې ده او په وژلیو کې زیاتره هزاره ګان دي.

د مجلس وحدت المسلمین بلوچستان مشر اغا رضا وايي، له وژلیو څخه یې ۱۰ هزاره ګان دي.

په کوټه کې د پرلتوالو وینا ده چې حکومت په صوبه کې د امنیت په ټینګولو کې پاته راغلی دی.

دوی غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ کسان دې زغرده ونیول شي او حکومت دې د امنیت ټینګولو لپاره سخت ګامونه پورته کړي. د دوی وینا وه چې د هزاره ولس ژغورنه د حکومت ذمه واري ده.

بلخوا د جنورۍ پر څلورمه د وژل شویو هزاره ګانو خپلوانو په مچ کې د بلوچستان ترهګرۍ ضد ځواک په بدرګه کې د ناڅرګندو کسانو خلاف مقدمه کښلې ده.

په کوټه کې د مچ پېښې پرضد د درنې/پرلت منتظیمینو نن (دوشنبه) خبري کنفرانس ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د هزاره ولس لس تنه یې ډېره په بې دردۍ وژلي دي.

د مجلس وحدت المسلمین بلوچستان مشر اغا رضا وینا وه چې "ځناور هم څوک داسې نه غرغره کوي" لکه د دوی ولس چې وژل کېږي.

د ده په وینا، له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې یې وګړي په یواړخیزه ترهګرۍ کې وژل کېږي خو هېڅ قاتل یې ګرفتار نه شو او نه هم وښودل شو.

نوموړي ویل د شهیدانو له کورنیو سره دې په حکومتي کچه مالي مرستې ورکړل شي او که معاوضه ورنکړل شوه نو دغه متاثره کورنۍ به در په دره شي.

مج کې د وژل شویو کانکیندونکو خپلوان په ویر دي. ۲۰۲۱، ۴ جنورۍ
مج کې د وژل شویو کانکیندونکو خپلوان په ویر دي. ۲۰۲۱، ۴ جنورۍ

د مجلس وحدت المسلمین بلوچستان مشر آغا رضا د جنوري پر درېمه مشال راډیو ته وویل، چې د وژل شویو کسانو مړي یې د هزاره ټاون و امام بارګاه ته راوړي دي خو د ښخېدو په اړه یې لا خپلوانو څه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه که قاتلان و نه نیول شول نو بیا به یې احتجاج د صوبايي حکومت تر مستعفي کېدو پوره وي.

د افغانستان غبرګون

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت په بلوچستان کې د اهل تشيع هزارګانو وژنې پيښه په "سختو ټکو کې غندلې ده."

د بهرنيوو چارو وزارت د جنورۍ پر څلورمه په يو بيان کې ويلي، په وژليو کې اووه کسان د افغانستان وګړي دي.

بيان وايي په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکو تر پېښې وروسته د وژلیو کسانو کورنيو او د پاکستان له حکومت سره د مړو د پېژندګلوۍ لپاره رابطه کړې ده.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت بيان زياتوي کابل له اسلام اباده د دغې پېښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګلو ته د سپارولو هم ويلي دي.

بلوچستان بار کونسل د مچ پېښه حکومتي ناکامي بللې او وايي چې په صوبه کې د امنیت په نامه هرکال په اربونو روپۍ لګېږي خو د بدامنۍ پېښې لاهم بیا بیا تکراېږي.

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې مشر منیر کاکړ ایډوکیټ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت دې په پېښه کې ککړ کسان ژر ونیسي.

د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو رسنیو ته ویلي چې ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونیول شي او د عدالتو له لارې به سزا ورکول شي.

بل لور ته د مچ پېښې پرضد د هزاره ولس پرلت له امله په کوټه ښار کې ټرافیکي ستونزې رامنځ ته شوې دي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم د ۱۱ کانکیندونکو د وژني عمل تره ګري او یو غیر انساني عمل بللی دی.

په بلوچستان کې شيعه هزاره ګان امنيت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

نوموړي پر خپل ټویټر خپاره کړي پیغام کې پر سرحدي عسکرو غږ کړی چې په پېښه کې تورن کسان دې زغرده ونیول شي. هغه ویلي نه یوازې مجرمان به د قانون منګولو ته راوړل کېږي بلکې حکومت به یې له اغېزمنو کورنيو سره اوږه پر اوږه ولاړ وي.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان د دې پېښې په اړه له صوبايي حکومت او ځايي چارواکو څخه رپورټ غوښتی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د مچ چارواکو ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.

د اتوار په ورځ د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپي شوي هم دي

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG