د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې


اسلام اباد - د پاکستان حکومت د اګست میاشت لپاره د تېلو بیې لوړې کړې دي چې د لومړۍ نېټې له پیله عملي شوې دي.

د تېلو او ګیس چارو د انتظام ادارې (اوګرا) د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي چې د ډیزلو د یو لېټر بیه پېنځه روپۍ او ۶۵ پیسې، د پېټرولو څه د پاسه پېنځه روپۍ او د سپکو (لایټ) ډیزلو بیه اته روپۍ ۹۰ پیسې لوړوي.

په بیان کې راغلي چې د خاورو تېلو بیه یې هم پېنځه روپۍ ۳۸ پیسې لوړه کړې.

له نویو بیو سره د ډیزلو د یو لیټر نرخ ۱۳۳ روپۍ، د پېټرولو ۱۱۸ او د خاورو تېلو هغه ۱۰۴ روپیو ته رسېدلی دی.

د تېلو بیو لوړېدو په اړه ویډیويي رپورټ

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې د واکمنۍ له پیل راهیسې اووه ځلې د تېلو او دوه ځلې یې د ګیس او بجلۍ بیې لوړې کړې دي.

د اسلام اباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکتر معراج الحق وايي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیه نه ده لوړه شوې، بلکې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت ټیټ شوی نو همدا لامل دی چې حکومت د تېلو بیو لوړولو ته اړ شوی دی.

دی وايي، البته په هېواد کې وار له مخه ګراني زیاته ده، د بیو لا لوړول د خلکو ستونزې لا زیاتوي.

حکومت په جولای کې د تېلو بیې پر ځای ساتلې وې خو په جون کې یې لوړې کړې وي.

XS
SM
MD
LG