د شمالي وزیرستان د میرلي موسکۍ سیمه کې نن د ځمکې پر سر د تربرونو ترمنځ له شخړې څلور تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.
د سیمې پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور وايي، په موسکۍ سیمه کې د دوو وروڼو زامنو خپلو کې د جایداد پر سر تاوتریخوالی وشو، چې په خپل کور کې دننه یې پر یو بل ډزې کړې. په دې کې څلور کسان وژل شوي، چی دوه د یو ورور او دوه د بل ورور اولادونه دي، او یو پکې ژوبل هم دی.
شفیع الله وايي، پولیسو مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې کوي.