د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا نور ۶۳ تنه مړه کړي


په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله ۶۳ نور کسان مړه شوي دي.

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان رسمي ویب پاڼه لیکي چې په پاکستان کې تر اوسه له دې ناروغۍ د مړه شویو شمېر ۹۹۹۲ ته رسېدلی دی.

د ویب پاڼې په لیکنه ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۷۶ کسان نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه څه باندې څلو لاکه ۷۵ زره کسان په کورونا وایرس ناروغۍ اخته شوي خو نژدې ۹۰ فیصده ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG