د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د تښتول شويو کسانو په اړه معلومات نه شته


په افغانستان کې د غزني ولایت نقشه
په افغانستان کې د غزني ولایت نقشه

د افغانستان په غزني ولایت کې د هغو لسګونو کسانو په اړه لا معلومات نشته چې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د یاد ولایت له قره باغ ولسوالۍ تښتول شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ یوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ۳۰ تنه تښتول شوي دي.

خو د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا د تښتول شویو شمېر ۲۶ یا ۲۷ یادوي.

ده مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو یو قوماندان ځايي پولیسو نیولی دی او طالبان د هغه په بدل کې کسان تښتوي.

ده وویل چې تښتول شوي کسان د غزني د قره باغ او جاغوري ولسوالیو اوسېدونکي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG