د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې چاودنې درې کسان ژوبل کړي


پولیس وايي، چاودنه قوي او وېروونکې وه.
پولیس وايي، چاودنه قوي او وېروونکې وه.

د امریکا د ټینیسي ایالت په نشویل ښار کې د کرسمس سهار خلکو په یوې ټکان ورکوونکې پېښې پيل کړ، پولیس د ښار په دویم نمبر واټ کې د یوه مشکوک ګاډي په اړه خبر شوي وو.

د پېښې په سیمه کې د شاوخوا ودانیو اوسیدوونکو ته له چاودنې څو دقیقې مخکې پرله پسې له سیمې د وتلو غږ کېده.

د پولیسو په هڅو سربېره د یوې ودانۍ مخته ولاړ تفریحي ګاډی چې سیاره خونه لري وچادېد.

پولیسو چاودنه قوي او ویرونکې یاده کړه.

د نشویل د ښاري پولیسو ویاند ډان ارون رسنیو ته د چاودنې په اړه وویل: "یو تفریحي موټر همدا سهار په شپږ نیمو بجو وچاودېد. موږ باور لرو چې دا یو قصدي عمل و. په دویم شمالي واټ کې تاسیاستو ته د پام وړ زیان رسیدلی دی."

پولیسو د پېښې په لومړنیو شېبو کې د لږ تر لږه درېیو کسانو د ټپي کېدو خبره تایید کړه.

دا لا نه ده معلومه چې په دننه موټر کې هم څوک و که څنګه؟

د پېښې له سیمې په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې له یوه موټر لمبي خیژي او شااوخوا د څو ودانیو ښېښې ماتې او سخت زیان ور رسیدلی.

د پېښې له سیمې شااوخوا ۱۰ کوره هاخوا یو پولیس د چاودنې له شدته په ځمکه لویدلی، که څه هم ډېر نه دی ژوبل خو موقتاً یې غوږونو کار پرېښی.

د نشویل ښاروال جان کوپر رسنیو ته وویل، ښه وه چې سیمه کې ډېر خلک نه وو: "موږ به پلټونکو او محکمې ته انتظار باسو. خو شکر باسو چې ډېر خلک په سیمه کې نه وو. که چېرته دا د جمعې د مازیګر پنځه بجې وای بیا به بل ډول پیغام و."

د تینسي ایالت مرکز نېشویل په تېره بیا د ښار دا سیمې چې په کې چاودنه شوې د سیلانیانو له مرکزونو ګڼل کېږي.

پېښه د کرسمس یا د عیسویانو د اختر په ورځ شوې او په ټولنیزو رسنیو باندې یې د خلکو په تېره بیا امریکایانو پراخ او تُند غبرګونونه پارولي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG