افغان چارواکي وايي چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دا د مقناطیسي بم د چاودنه وه.
د ده په وینا، د شهید له څلور لارې سره نږدې په دې چاودنه کې یو ولسي وګړې ټپي شوی هم دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.