افغان حکومت پر هغه ويډيو ناخوښي څرګنده کړې چې پکې ځينې طالبان مشران په پاکستان کې له خپلو غړيو سره ملاقات کوي.
د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت تير ماښام (د ډېسېمبر پر ۲۴ مه) په خپل يو بيان کې وويل د پاکستان په ځمکه د طالب مشرانو موجودګي او فعاليتونه په سيمه کې د بې ثباتۍ د دوام باعث کيږي او په افغانستان کې د دایمي سولې ټینګښت له جدي ستونزو سره مخامخوي.
په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې هغو وسله والو ډلو ته دې په خپله ځمکه د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د جګړې او وینو بهولو پر دوام ټینګار کوي.
افغانستان وار پر وار پاکستان له طالبانو سره په مرستو او هغوي ته پټنځايونه په ورکولو تورنوي. خو اسلام اباد بيا دغه تورونه ردوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستاني چارواکو سره د طالب مشرانو له کتنو وروسته داسې ویډیويي تصاویر خپاره شول چې دوی د خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال په دې هېواد کې د طالب مشرانو له موجودګۍ پرده پورته کوي.
پاکستان ته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د پلاوي له سفر وروسته پر ټولنيزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او په جګړو کې د ټپي شويو طالبانو علاج په دې هېواد کې کېږي.
ځینې رسنۍ وايي، دا ویډیو تېره اوونۍ پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د درې ورځني سفر پر مهال د کراچۍ په هغه روغتون کې ثبت شوې چې د طالبانو د ټپیانو علاج په کې کېږي،
طالبانو د ملا برادر د هسپتال دورې پخلې په کولو سره وېلي چې نوموړي د مريضانو او افغان کډوالو سره ملاقات کړې دې.