د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په کندهار کې د ۳۷ طالب وسله والو د وژلو ادعا کوي


چارواکي وايي، د زمکني او هوایي بریدونو پرمهال دا طالبان وژل شوي دي او د هغوی څلور پټنځایونه ختم کړل شوي دي.

له کندهاره د ګډو ځواکونو په اعلامیه کې چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه یې خپره کړې راغلې دي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ژړۍ، میوند، ارغنداو، پنجوایي، ارغستان او ډنډ په ولسوالیو کې د ځمکنيو او هوایي بریدونو پرمهال دا طالبان وژل شوي دي او د هغوی څلور پټنځایونه ختم کړل شوي دي.

افغان ځواکونه وایي چې دوی ته مرګ ژوبله نه دې اوښتې.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کندهار ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او د کندهار ښار په نېږدې ۲۰ کیلومترۍ کې د ارغنداو په ولسوالي کې د افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره پراخې نښتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG