د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا وزیر بشیر بلور جنازه په پیښور کې ادا کړل شوه


پېښور - د خیبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور جنازه په بیښور کې ادا کړل شوه.



د مشال راډیو خبریال وايي، له روغتونه د بشیر احمد بلور مشر ورور او د پاکستان د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور بهر را ووت او هلته یې یو څو خبریالانو ته وویل چې بشیر احمد بلور مړ شوی دی.

په دې حمله کې د بشیر بلور تر ټولو نېږدې ساتونکی او سېکرټر نور محمد په ګډون اووه کسان وژل شوي دي چې د بشیر بلور ساتونکي او د عوامي نیشنل ګوند غړي دي.

په دې پېښه کې یو د پولیسو افسر ستار خان هم وژل شوی دی. دی د کابلۍ تاڼې تاڼېدار وو.

په ځانمرګي برید کې له ۲۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال وايي، د پاکستان د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور او د پښتونخوا سینییر وزیر بشیر احمد بلور دواړه د پېښور په قصه خانۍ کې یوې جلسې ته تللي ول.

غلام احمد بلور له جلسې کور ته ستون شو، او ورپسې بشیر احمد بلور هم کور ته روان وو چې ځانوژونکي برید ګر ورباندې حمله وکړه.

د مالوماتو په اساس بشیر بلور په ژوبل حالت کې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته ورسول شو خو دی وروسته د ټپونو له امله مړ شو.

پر بشیر احمد بلور تر دې مخکې هم پینځه ځلې حملې شوې وې چې په کې دی بچ شوی وو.

بلور د عوامي نیشنل ګوند په پخوانیو غړو او مشرانو کې شامل وو.

بشیر بلور د شنبې پر ورځ (د ۲۰۱۲ز کال د ډیسیمبر ۲۲مه) له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې د ترهګرو پر ضد به جګړې ته دوام ورکوي.

د پاکستان تحریک طالبان پر بشیر بلور د ځانمرګي برید پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG