د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه خپلو ټولو وګړو ته د کورونا واکسین لګولو تیاری کوي


جرمني، فرانس، اسټریا او اټلي ویلي چې دوی به د ډېسېمبر له ۲۷مې دې واکسینو ورکړه پیل کړي. ارشیف- انځور
جرمني، فرانس، اسټریا او اټلي ویلي چې دوی به د ډېسېمبر له ۲۷مې دې واکسینو ورکړه پیل کړي. ارشیف- انځور

اروپايي ټولنه دې ته تیاري کوي چې عام ولس ته د کورونا وایرس ناورغۍ واکسین ولګوي.

دا له هغه وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه د اروپايي ټولنې کمېشن له خوا د فایزر او بایوانټېک واکسینو د استعمال اجازه ورکړل شوه.

د اروپايي کمېشن مشرې اورسېلا فون در لاین د ډېسېمبر پر ۲۱مه ویلي چې د اروپايي ټولنې ټولو غړو هېوادونو لپاره به دا واکسین پر یوه وخت او یو ډول شرایطو موجود وي.

جرمني، فرانس، اسټریا او اټلي ویلي چې دوی به د ډېسېمبر له ۲۷مې د دې واکسینو ورکړه پیل کړي.

د برتانیا او امریکا په څېر به د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې هم دا واکسین لومړی د صحت څانګې کارکوونکو او لوی عمره خلکو ته ورکول کېږي.

د دې مطلب دا دی چې واکسین به عام ولس ته لږ تر لږه د ۲۰۲۱ز کال د لومړیو درو میاشتو تر پایه و نه رسېږي.

دا واکسین د امریکا فایزر او د جرمني بایوانټېک کمپنۍ په شریکه جوړ کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG