د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مور په نوم مې بلچا پنځه موبایل سیمونه رااېستلي دي: بهرام دوتاڼی


په کراچۍ کې یو کس له خپل موبایله پیغام استوي - د ارشیف انځور.
په کراچۍ کې یو کس له خپل موبایله پیغام استوي - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې ځینې خلک او په ځانګړې توګه ښځې دا شکایت کوي چې په شناختي کارډونو یې په غیرقانوني توګه یو شمیر موبایل سیمونه راوتي دي.

د پاکستان قانون له مخې یو تن په خپل شناختي کارډ له پنځو زیات موبایل سیمونه نشي رااېستلی.

د جنوبي وزیرستان په تویې خوله سیمه کې بهرام دوټاني د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې یې خپلې مور له سیم اخیستو نو په دوکان کې ورته معلومه شوه چې له وړاندې یې د مور په شناختي کارډ له پنځو څخه زیات سیمونه رااېستل شوي دي.

''ما خپله مور ډي ای خان ته بوتلې وه او د هغې په نامه مې د موبایل نمبر روباسلو نو هلته دفتر والو ماته ویل چې ستا د مور په نوم خو له وړاندی پنځه سیمونه دي. زه حیرانه شوم چې زموږ زنانه خو له کورونو بهر نه دي وتلې او دلته یې په نومونو سیمونه راوتي دي. د دې خلاف موږ احتجاج هم کړی وو ځکه چې دا موبایل سیمونه خلک د غلط کارونو لپاره کارولې شي. موږ به خبر نه یو او لانجه به موږ ته جوړه وي. د موبایل دفتر والو راته ویل دا کار موږ نشو کولای ځکه چې سیم د باییو میټرک بغیر نه راوباسو.''

بهرام دوتاڼي وویل، روانه ډیسمبر میاشت کې په جنوبي‌ وزیرستان کې د خلکو په شناختي کارډونو په غیرقانوني توګه د سیمونو اخیستو خلاف د احتجاج پر مهال یې پولیس او پوځ ته خپله دا ستونزه وړاندی کړې وه او هغوی ورسره د هوارولو ژمنې کړې وې.

دوتاڼی وايي، دا یو داسې مسله ده چې د ښځو په برخه کې د ټولنیزو بندیزونو او کلتور له وجې پرې اکثره خلک خاموشه پاتې شي.

دغسې څو ورځې وړاندی د ډېره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې خلکو له پولیسو سره د هغوی په شناختي کارډونو په غیرقانوني توګه د سیمونو اخیستل کېدو خلاف شکایتونه ولیکل. د دې سیمو د پولیسو ایس ایچ او فواد خان وايي، د خلکو له دې مسلې خبر دی او دا یې تر پوځي چارواکو او نورو اړونده ادارو رسولې ده.

''لومړۍ خبره دا ده چې زما د خپلې مور په شناختي کارډ پنځه سیمونه راوتي دي. زه پخپله پریشانه یمه. دا مسله په ټوله سیمه کې ده. خلکو شکایتونه کړي دي او هغه مو له افسرانو او پوځی چارواکو سره شریک کړي دي او هغوی په ڼوټیس کې اخیستې ده خو زموږ دا قبایلي سیمه اوس ضم شوې ده. د پولیس نظام لا نوی دی او موږ سره د موبایل سیمونو د پلټنو یا څارنې لړ کې سهولتونه نیشته نو پي ټي اې او انټرنیټي قانون مخنیوی اداره په دې لړ کې کار کوي.''

د بل چا په شناختي کارډ د سیم را-اېستلو مسله یوازې په قبایلي ضلعو کې نه ده. په مردان کې ثمرین خان هم له دې ستونزې سره مخ شوې ده. هغه وايي، په شناختي کارډ یې شاوخوا ۱۱ سیمونه راوتي وو او بیا د هغې په بندولو کې یې ډیر وخت ضایع شوی وو.

''ما ځان له نوی نمبر رباسلو. د سیمونو دوکان واله راته ویل چې ستا په نوم خو نورې هم ډیرې نمبرې راوتي دي. بیا زه د هغو موبایل سیمونو فرنچایزو/ دفتري څانګو ته ولاړم، پي ټي اې دفتر ته هم ولاړم او هغه سیمونه مې چې بند کړل نو نوی نمبر مې راوباسو. خو دا ډېره د پریشانۍ خبره ده، ځکه موږ جینکۍ یو. موږ ته نورې مسلې هم جوړېدای شي.''

په پیښور کې د یو موبایل کمپنۍ د دوکان مالک جلال وايي، که د چا په شناختي کارډ نورو خلکو سیمونه روباسلې وي او بندول یې غواړي نو باید د هغه موبایل سیم فرنچاییز یا دفتر ته ولاړ شي او خپل شناختي کارډ له ځان سره یوسي.

''دلته چې څوک راشي او سیم اخلي نو اول باییو میټرک یا ګوته ولګوي او بیا یې سیم راوتلی شي. خو که چېرته څوک دهوکه کوي نو ګوته ترې ولګوي خو ورته وايي چې انټرنیټ خراب دی اوستاسو ګوته ونه لګېده. سبا راشئ، بیا به ګوته ولګوې نو سیم به راووځي. خو هغوی هم په دغه ورځ سیمونه راوباسي او هغه یو طرف ته کښېږدي. په یو ورځ کې یو ځل ګوته لګېږي او یو سیم راوتلی شي.''

په پېښور کې خبریال جاوید عزیز وايي، په غیرقانوني توګه یا د بل چا په نوم اخیستل شوي سیمونه اکثره په ترهګری یا نورو جرمونو کې کارول کېږي او بیا له دې وجې امنیتي ادار ته هم په اصلي مجرم نیولو کې مسله وي.

د پاکستان مواصلاتو ادارې (پي ټي‌ اې) ویاند خرم علي مهران بیا مشال رېډیو ته وویل چې دوی په ډیره اسماعیل خان کې په غیرقانوني توګه د سیمونو رااېستو مسله تر ډېره هواره کړې ده. هغه زیاتوي چې دوی د دې ستونزي ختمولو لپاره د پوهاوې پروګرامونه هم کوي.

''په پاکستان کې بغیر له باییو میټرکه سیم نشې راوتلی. ځینې عناصر په غیرقانوني توګه د سیمونو راویستو کار کې ښکیل دي. هغوی چا له پیسې یا د بل څه لالچ ورکړي او شناختي کارډ غیرقانوني استعمال کړي. زموږ د دې خلاف اقدام دا وي چې موږ د شکایتونو په نتیجه کې سروې او پلټنې وکړو. که دا ثابته شي چې دا د فراډ یا دهوکې کار دی او په غیرقانوني توګه سیم راویستل شوی دی نو بیا ایف ای اې د هغه دوکان یا دفتر خلاف کارروايي کوي.''

خرم علي مهران زیاته کړه، که څوک په خپل نوم یا شناختي کارډ د رااېستل شوو سیمونو په اړه معلومات کول غواړي نو له خپل موبایل نمبره دې په پيغام یا مېسیج کې خپل شناختي کارډ نمبر بې له ډېشه ولیکي او پر ۶۶۸ دې یې ولیږي نو ورته به ټول معلومات ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG