د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر نیولو ضد احتجاجونه: د پي ټي اېم کراچۍ مشر نورالله ترین هم ګرفتار


علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ګرفتار شو - د ارشیف انځور.
علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ګرفتار شو - د ارشیف انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي.

د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو.

هغه له خپلو ملاتړیو او پلویانو غوښتي ول چې په پاکستان او له هېواده بهر په هر ځای کې چې شونې وي، د وزیر د نیولو ضد احتجاج وکړي.

د پېښور پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۶مه وویل چې وزیر یې د سیند پولیسو په غوښتنه نیولی.

د سیند پولیس وايي پر نوموړي د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد ویناګانو په تور پرچه دایره شوې.

غورځنګ دا تور ردوي او وايي، د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر فېسبوک په وینا کې زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بنو په جاني خېلو او د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې هم احتجاجي غونډې کوي.

د جمعې د ورځې احتجاجونه

د مشال راډيو خبریالان وايي چې د علي وزیر د نیولو پرضد د احتجاجي لړیو پیل د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې له چمن ښارګوټي وشو، همدغسې د صوبې په مرکز کوټه کې د پي ټي اېم پلویانو احتجاج وکړ.

هلته د علي وزیر په خپله انتتخابي حلقه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې هم احتجاج شوی.

د خیبر پښتونخوا سېلانۍ سیمې سوات په مېنګوره کې او د دې ترڅنګ په مردان کې هم احتجاجونه او لاریونونه شوي دي.

په کراچۍ، چارسده، اسلام اباد او ډېره اسماعیل خان کې هم پر ځايي وخت د ماسپښین پر درېوو بجو لاریونونه او احتجاجونه وشول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ مشر نور الله ترین
د پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ مشر نور الله ترین

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو پر ټولنیزو رسنیو کښلي چې د دغه ښار د غورځنګ مشر نورالله ترین هم پولیسو نیولی دی.

د کراچۍ پولیسو هم په بیان کې ویلي چې ترین یې ګرفتار کړی دی.

د پي ټي اېم کارکنانو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یوه لویه احتجاجي جلسه وکړه او ډېرو یې تورې جنډې په لاسونو کې نیولې وې او پر بېنرو او چارټونو یې د علي وزير د پرېښودو غوښتنه کوله.

دوی د خپل مخکښ علي وزیر د زغرده پرېښودو غوښتنه کوله او ویل چې دوی د خپل پښتون قام د حقونو غږ پورته کوي او له دې خبرې نه پر شا کېږي.

په چمن ښارګوټي کې د پي ټي اېم احتجاجي ناستې ته په وینا کې د دغه غورځنګ یوه مخکښ ملا بهرام په خپله وینا کې وویل چې دوی پر سرکار د علي وزیر د ژر تر ژره پرېښود ږغ کوي ګنې د غورځنګ غړي به یې له علي وزیر سره د پیوستون لپاره په هر ښار او ښارګوټي کې زندانونو ته ولاړ شي.

د وزیر ګرفتاري: د پولیسو دریځ او د غورځنګ غبرګون

د سیند پولیس وايي، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر هغې صوبې ته د انتقالولو لپاره یې پولیسان پښتونخوا ته استولي.

دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۷مه، د سیند د پولیسو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وکړه.

په عین وخت کې د زیارت پر ورځ علي وزیر د پنجشنبې (زیارت) پر سهار د پېښور مجسټرېټ او بیا وروسته سېشن جج ته وړاندې شو.

د غورځنګ د یوه مخکښ سید عالم مسید په وینا، قاضي په الوتکه کې د وزیر سیند ته د استولو اجازه ورکړه خو دا لا معلومه نه ده چې هغه به کله روانېږي.

د پېښور پولیسو وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین په مناسبت تر غونډې وروسته ونیو او ویې ویل چې پر نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه په کراچۍ کې پرچه دایره شوې وه چې پکې پر وزیر د ښار په سهراب ګوټ کې په جلسه کې د ریاست او پوځ پر ضد د وینا تور پورې شوی.

له دې علاوه پولیس وايي، غورځنګ په سهراب ګوټ کې د جلسې لپاره غوښتنلیک دایر کړی وو چې انتظامیې منظور نه کړ.

دوی وايي، پر دې سربېره غورځنګ جلسه وکړه چې د قانون سرغړونه ده.

د سیند پولیس چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر شپږمه تر جلسې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین، مخکښانو محسن داوړ او ثنا اعجاز په ګډون پر ۱۹ غړو او مشرانو هم د همدې تور پر بنسټ مقدمې دایرې شوې دي.

خو دا روښانه نه ده چې د پېښور پولیسو تر پرونۍ غونډې وروسته داوړ او ثنا اعجاز ولې ګرفتاره نه کړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپلو مخکښانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي، د حقونو لپاره به یې سوله ییزه مبارزه روانه وه.

د سیند پولیس زیاتوي چې د وزیر د ګرفتارۍ لپاره یې د قامي اسمبلۍ له سپیکر اسد قیصره اجازه اخیستې وه.

قیصر لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ټوېټر کښلي چې په پیښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نیونه "د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی."

علي وزیر څوک دی؟

علي وزیر د جنوبي وزیرستان واڼه اوسېدونکی دی، دی د ملک مرزا عالم خان زوی او په خټه احمدزی وزیر دی.

د دوی کورنۍ په سیمه کې ولسي او سیاسي نوم لري، د همدې ولسي درناوي په زور یې په ۲۰۱۸ز کال د سیمې قامي اسمبلۍ انتخابي څوکۍ ګټلې ده او په همدې کال د پښتون ژغورنې غورځنګ له راټوکېدو راهیسې تل د دغه غورځنګ د سر سر په لیکو کې ولاړ وي.

په تېرو څه کم دوو لسیزو کې په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې د ترهګرۍ خونړۍ څپې د دوی کورنۍ له ځاني او مالي پلوه تر ډېرو زیاته ځپلې ده.

په ۲۰۰۳ز کال په جنوبي وزیرستان کې د هدفي بریدونو پیل د علي وزیر د ورور فاروق وزیر په وژلو سره وشو، او هغه ځکه چې نوموړی په سیمه کې د کورنیو او بهرنیو تندلارو ډلو له رواستولو سره مخالف ښودلی وو.

له هغې پېښې دوه کاله پس په ۲۰۰۵ز کال د علي وزیر پلار مرزا عالم خان له خپلو دوو نورو زامنو او ورېرونو سره یوځای د څو برید کې ووژل شول.

کله چې یې د کورنۍ پنځو تنو جنازه کېدله نو علي وزیر هغه مهال د زندان په ځولنو کې په جنازه کې شرکت کړی وو. دی د اېف سي ار تر قانون لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې نیول شوی وو.

یو څه وخت پس یې یو بل ورور او درې تربورونه په هدفي برید کې ووژل شول.

په دا وروستیو کې یې د تره زوی عارف وزیر په هدفي برید کې ووژل شو.

له مشال راډيو سره په یوه مرکه کې علي وزیر وویل چې د کورنۍ نېږدې اتلس تنه یې په جلا جلا هدفي بریدونو کې وژل شوي چې اوس یې په کورونو کې د بالغه ځوانانو پرځای لوی شمېر یتیمان دي او له مالي پلوه یې هم کورنۍ ته زښته ډېر تاوانونه رسېدلي دي.

وزیر وايي، په اعظم ورڅک کې یې یو باغ باندې زهرجنه دوا وپاشل شوه.

په ۲۰۱۶ز کال سېپټېمبر کې پولېټیکل انتظامیې او امنیتي ځواکونو په اجتماعۍ ذمه وارۍ کې د علي وزیر د ۱۲۰ دکانونو مارکېټ په بمونو والوزاوه.

دی زیاتوي، په ډېره اسماعیل خان کې یې د دوی د ټرانسپورټ اډه وربنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG