د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوروزګان کې د ۱۲ طالب وسله والو د وژلو ادعا


د افغان ځواکونو هېلیکوپټر
د افغان ځواکونو هېلیکوپټر

د افغانستان د اوروزګان چارواکي وايي، د هغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د اوروزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل د ډېسېمبر پر ۱۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې یاد وسله وال طالبان د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو پر مهال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، ولسوالۍ ته اضافي سرتېری هم رسېدلي دي او هلته اوس امنیتي وضعیت کنټرول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG