د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خبریالانو ته د ځان ژغورنې لارې چارې وښوول شوې


په ننګرهار کې یو شمېر ښځینه او نارینه خبریالانو ته د ځان د خونديتوب او لومړنۍ روغتيايي درملنې زده کړې ورکړل شوې.
په ننګرهار کې یو شمېر ښځینه او نارینه خبریالانو ته د ځان د خونديتوب او لومړنۍ روغتيايي درملنې زده کړې ورکړل شوې.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې خبریالان د مرګونو له ګواښونو سره مخ دي، چې يو شمېر يې هدف هم ګرځېدلې.

د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټه د افغانستان په اوو زونونو کې خبریالانو ته د ځان د خونديتوب او لومړنيو روغتیايي درملنې ورکشاپونه جوړوي چې په ننګرهار کې يې هم یو شمېر ښځینه او نارینه خبریالانو ته هم د ځان د خونديتوب او لومړنۍ روغتيايي درملنې زده کړې ورکړل شوې.

د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې دا دوه ورځنۍ ښوونيزه ناسته د جلال اباد ښار په راشئ ولولئ عامه کتابتون کې تر شوه چې یو شمېر ښځینه او نارینه فعالانو خبریالانو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان په ختېځ کې د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد د دې ښوونېزې ناستې په پای کې د مشال راډيو ته وویل:

"په لومړۍ ورځ خبریالانو ته د لومړنیو روغتيايي مرستو په هکله پرېزنټېشن وړاندې شو، چې دوی څنګه کولای شي چې هم له ځانه سره او هم له خپلو همکارانو سره لومړنۍ روغتیايي مرستې وکړي. او دویمه ورځ باندې د دوی د خوندیتوب لارې چارې وې چې دوی د کار په ساحه کې، په دفتر او په کور کې ځانونه څنګه خوندي کولای شي. د دې لارې چارې څه دي او مهارتونه يې څه دي. دا ورزده شول او په پای کې دوی ته د لومړنيو روغتیايي مرستو بکسې هم وويشل شوې."

په ننګرهار کې فعال خبریالان خوښ ول چې د ځان د خونديتوب په لارو چارو د پوهېدو تر څنګ کې د لومړنۍ روغتیايي درملنې يوه اندازه درمل او اړین طبي وسایل تر لاسه کړل.

د کلید په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول فقیر محمد فقیرزي د دې ښوونېزې ناستې په ګټو مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

" په دې دوه ورځني ورکشاپ کې موږ ته هغه لارې چارې وښودل شوې چې په خبریالۍ کې تر هر څه اړینې وې. په کار ده چې موږ په سیمه کې دې لارښوونو ته پام وکړو چې موږ خپل ځانونه خوندي وساتو. د دې تر څنګ چې موږ هغه لارې چارې زده کړې، موږ ته د لومړنيو طبي مرستو يوه بسته هم راکړل شوه. په هغې کې هغه درمل او اړین وسایل شته چې د ژوبلېدو يا نورو لومړنيو درملنو لپاره اړین وي."

د مینې په نوم د سيمه يیزې راډيو خبریاله ذولحیجه اطرافي هم خوشحاله وه چې د ځان د خوندیتوب په لارو چارو او د لومړنيو طبي مرستو په استعمال پوهېده.
نوموړې مشال راډيو ته وویل:

"دا دوه ورخني ورکشاپ موږ ته ډېر ګټور و. په هغو شیانو پوه شو چې يو خبریال ته د کار پر مهال له امنیتي ستونزو سره مخ کېږي، له کومو تدابیرو کار واخلي. د لومړنيو روغتيايي درملنو په اړه مو هم ډېر څه زده کړل، اوس کولای شوو چې په ځپل، د دفتر همکار او کورنۍ سره لومړنۍ طبي مرستې وکړو."

د ذکر وړ ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر دې وړاندې پر کابل سربېره د افغانستان په نورو زونونو کې لکه، هرات، مزار شریف، کندوز، کندهار، غزني او خوست ولایتونو کې ورته ښوونېزې ناستې تر سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG