د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د خبریالې ملالې میوندۍ جنازه ادا شوه


د خبریالې ملالې میوندۍ د جنازې مراسم
د خبریالې ملالې میوندۍ د جنازې مراسم

د ډېسېمبر پر ۱۰مه سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي راډیو ټېلېوېژن ویانده او ښځینه فعاله ملالۍ میوندۍ چې له کوره دفتر ته پر لار وه، په یوه هدفي بريد کې له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شوه.

د نوموړې په جنازه کې د هغې وارثانو او ګډونوالو له چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د انعکاس راډيو او ټېلېوېژن د ویاندې او ښځینه فعالې ملالۍ میوندې د جنازې مراسم د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ادا شول په دې مراسمو کې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربېره دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

ملاله میوندۍ
ملاله میوندۍ

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا مشر او د انعکاس راډيو ټېلېوېژن د اسلامي ارشاداتو چلوونکي مولانا حبیب الله جلال ابادي د ملالې میوندې په اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"اکثر وخت به ما سره په مکالمه کې ناسته وه. د یوه ژورنالست په توګه به يې له مانه تپوسونه کول. داسې عمل ما په هغې کې نه و لیدلی چې هغه دې له اسلام سره په ټکر کې وي، هغه دې له شریعت سره په ټکر کې وي. همېشه د مظلومو افغانانو په اه او فریاد خپه کېدله، د دې مملکت د خاصو عامو غږ يې چارواکو ته رسولی، بلکې ټولې دنیا ته يې رسولی دی. له امنیتي ځواکونو په جدي توګه غوښتنه کوو چې عاملین يې ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري."

د نوموړې په جنازه کې د هغې وارثانو او ګډونوالو له چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
د نوموړې په جنازه کې د هغې وارثانو او ګډونوالو له چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه به تر هغې د ملالې میوندۍ موضوع تعقیبوي چې قاتلین يې نه وي نیول شوي:

"د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه دغه برید په کلکو ټکو غندي او په چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د پلټنې يو هییت وټاکي، عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. موږ به دا موضوع تر هغې تعقیبوو چې د دې پېښې عاملین پیدا شوي نه وي."

د ملالې میوندۍ پلار ګل ملا د جنازي په مراسمو کې د ننګرهار له والي څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د نوموړې قاتلین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري:

"داسې لس نورې ملالې هم ما سره شته. دا لار به تعقیبوي خو والي صاحب خو جدي غوښتنه مې دا ده چې قاتلین درنه غواړم."

د ننګرهار والي ضاالحق امرخېل د ملالۍ میوندۍ د جنازي په مراسمو کې د هغې د جرات او دیانت د ستاینې تر څنګ ژمنه وکړه چې قاتلین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي وویل:

"درد مې لیدلي دی. درد مې ځکه لیدلی دی چې د دې خور سره مې دوه درې ځل مجلس کړی، د دې په خبرو کې بلاغت او فصاحت، وطندوستي، حیا، ایمانداري او عزت يې هغه څه وو چې دا ټولنه پرې رنګینه او ښکلې ښکارېدله، اما دښمن دا ونه شول زغملی. دا نن سهار مې هم په همدې باندې يو امنیتي مجلس نیولی و او په ډېرو واضحو الفاظو کې مې له امنیتي ارګانونو نه غوښتنې چې په هر قیمت کېږي، قاتلین پیدا کړي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي."

ملاله میوندۍ د تېرو اتو کلونو راهيسې له انعکاس راډيو او ټېلېوېژن سره د ویاندۍ تر څنګ له اوږده کلونو راهیسې د ښځو د حقونو فعاله پاتې شوې، په بېلابېلو سیمینارونو، کنفرانسونو او غونډو کې د ښځو د حقونو غوښتنه هم کوله.

له نوموړې سره په دې پېښه کې د هغه موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.
د دې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د ذکر وړ ده چې په دې وروستیو کې د خبریالانو مرموزې وژنې پیل شوي چې کابو یوه میاشت وړاندې په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي هم په یوه هدفي برید کې ووژل شو او تر هغه وړاندې په کابل کې د طلوع په نوم د یوه خصوصي ټېلېوېژن د سیاسي خپرونو چلوونکو یما سیاوش هم د دوو نورو ملګرو سره په کابل کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG