د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خبریالانو د الیاس داعي وژنه د بیان پر ازادۍ ګوزار وباله


په ننګرهار کې د نړیوالو، ملي او سیمه ییزو رسنیو استازو د هلمند لپاره د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي پر وژل کېدو خواشیني وښوده.

دوی چې د نومبر پر ۱۳مه په جلال‎اباد کې په احتجاجي ډول راټول شوي وو، د جنګ پر ښکېلو خواوو یې نیوکه وکړه چې ګوندې د خبریال ژوند او د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري.

په ختیځ کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د خپرونو مسؤل شکرالله پاڅون د الیاس داعي وژل د بیان پر ازادۍ ګوزار بولي او زیاتوي چې د خبریال په وژلو خبر له منځه نه ځي او لسګونه نور داعیان شته چې د داعي لاره تعقیب کړي.

خبریالان د هېڅ چا نه دي، خو د هرچا لپاره دي او باید وژنه یې بنده شي. 

پاڅون زیاته کړه: "له ښکېلو خواوو غواړم چې د خبریال ژوند ته پاملرنه وکړي، خبریال دې نه وژني، د خبریال په وژنه ستاسې لاسته هېڅ نه درځي، که داعي مو شهید کړ، بل داعي به راپورته کېږي، د ولس ستونزې به راپورته کوي، د ولس حقوق به له حکومت او ټولو خواوو غواړي."

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې غړی شاه جهان جهاني وایي، خبریالان د مایک او قلم خاوندان دي او وژنه یې نه جبرانېدونکی او نه بښونکی عمل دی.

ټول ننګرهار مېشتي خبریالان د الیاس داعي وژنه غندي
ټول ننګرهار مېشتي خبریالان د الیاس داعي وژنه غندي

دی وايي: "د خدای په لحاظ! له موږ سره ښه چلند وکړئ، موږ مه وژنئ، موږ غریب یوو، موږ ژورنالېستان د دې ټولنې هغه قشر یوو چې له مایک او قلم څخه غیر بل څه نه لرو."

په دغو مراسمو کې په ختیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب ټولنې مشر شېرشاه همدرد وویل، خبریالان د هېڅ چا نه دي، خو د هرچا لپاره دي او باید وژنه یې بنده شي.

دی وایي، ټول ننګرهار مېشتي خبریالان د الیاس داعي وژنه غندي او دا کړنه یو بشري جنایت بولي.

دی زیاتوي: "خبریالان بې پرې خلک دي، د دوی د ژوند خوندیتابه ته باید پاملرنه وشي، د دوی وژل بشري جنایت دی، پوهېږو چې د خبریال په وژنه به غوغا ډېره جوړوي، خو دا کوم کرېډېټ نه دی، دا مظلومه طبقه، بې دفاع او بې وسلې خلک، ملکي وګړي او د دې ټولنې خادمین دي او دا خادمین مه وژنئ!"

الیاس داعي چې له تېرو ۱۲ کالو راهیسې په هلمند کې د ازادي راډيو استازی و چې تېره ورځ په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله ووژل شو او د مجتبی محمدي په نوم یو ورور یې ټپي شو.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي الیاس داعي واده کړی و او د مهربان په نوم یوه یواځنۍ لور ترې پاتې شوه.

د نوموړي وژنه چې تردې دمه یې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی، په کوردننه او بهر له بېلابېلو غبرګونو سره مخ او وغندل شوه.

الیاس داعي چې له تېرو ۱۲ کالو راهیسې په هلمند کې د ازادي راډيو استازی و
الیاس داعي چې له تېرو ۱۲ کالو راهیسې په هلمند کې د ازادي راډيو استازی و

خو په ختیځ کې د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې مشر رحمت الله زیارمل بیا پر حکومت غږ کوي چې غلی پاتې نه شي او د خبریالانو وژونکي پیدا او مجازات کړي.

دی زیاتوي چې له خبریالانو سره د زور زیاتي پر وړاندې پڅ چلند د دې لامل شوی چې خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي.

دی وايي: "موږ له حکومته غواړو چې د ټولو هغو خبریالانو چې د بیان د ازادۍ، خوندیتوب او د خلکو د خدمت په چوپړ کې خپل ژوند بایللی، قاتلین یې پیدا او قانون ته وسپاري او د دغو مرموزو ځنځیري وژنو لړۍ دې نوره ودرول شي."

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي په داسې حال کې وژل کېږي له دې څو ورځې وړاندې په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش هم په یوه مقناطسي بم چاودنه کې له درېيو نورو کسانو سره ووژل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG