د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو وارې بیا په یو خوله په شریک بیان کې له ټولو بهرنیو جنګیالیو غوښتنه کړې چې له لیبیا څخه دې ووځي.
روس د دې بیان ملاتړ کړی چې پرې تور دی چې له یو پوځي قراردادي سره لیبیا ته د وسله والو په لیږدولو کې مرسته کوي.
د امنیتي شورا ټولو ۱۵ غړیو د ملګرو ملتونو په ملاتړ په اکتوبر کې د شوي اوربند په ترڅ کې له لیبیا څخه د ټولو جنګیالیو او اجیري عسکرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
د معاهدې له مخې باید ټول بهرني ځواکونه او جنګیالي په درو میاشتو کې دننه ووځي.
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو موقتي استازې سټیفني ولیمز د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې ویلي ول چې اوس هم په لیبیا کې ۲۰ زره بهرني او اجیري ځواکونه دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر روسیې غوسه شوی چې دغه هېواد په میډیټرانیه کې ثبات ته ګواښونه جوړوي او د لیبیا په ګډون د میډیټرانیې په هېوادونو کې ګډوډي، شخړه او تقسیم رامنځته کوي.