د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوبې هنرمندانو ستونزې هواروو: شوکت يوسفزی


شوکت یوسفزی وايي هڅه کوي چې د هنرمندانو د مالي مرستو پروژه بیا پیل کړي - د ارشیف انځور.
شوکت یوسفزی وايي هڅه کوي چې د هنرمندانو د مالي مرستو پروژه بیا پیل کړي - د ارشیف انځور.

د خيبر پښتونخوا د کلتور وزير شوکت يوسفزی وايي، دی به تر خپله وسه کوښښ وکړي چې د صوبې د هنرمندانو مهمې ستونزې حل کړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه، د فوري اقدام په توګه يې د پېښور د نشتر هال هنرمندانو ته د ورکولو پرېکړه کړې چې هغوی پکې له کورونا وايرسه د حفاظت لارښوونو ته په پام ولسي پروګرامونه وکړي او ځانته پيسې وګټي.

"له دې باوجود چې کورونا وبا خپره ده، هنرمندانو ته مو اجازه ورکړې چې که له وايرسه د حفاظت لارې چارې عملي کولی شي نو بېشکه نشتر هال دننه يا د باندې پروګرامونه وکړي. دا مو هم ورته ويلي چې په يوه پروګرام کې تر ۳۰۰ زيات کسان نشئ کښېنولی. پاتې شوه د مياشتنيو ۳۰،۰۰۰ روپيو د مالي مرستو بېرته بحالولو خبره، نو هغه خو يوه پروژه وه او ختمه شوې ده. که ژوند وو زه به هڅه وکړم چې راتلونکې جون مياشت په حکومتي بودیجه کې د هنرمندانو لپاره پيسې بېلې شي. زما له وزارت سره يو کروړ روپۍ پرتې وې، ما خبره کړې چې دا پيسې د هغو هنرمندانو په منځ کې چې زيات محتاجه دي، برابر ووېشو."

د پېښور هنرمندانو دوی ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره د ډېسمبر پر شپږمه د پريس کلب او پر اوومه د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج وکړ.

د ملاکنډ يو سندرغاړي سردار يوسفزي، چې د "هنر وارثانو" په نوم د سيمې د هنرمندانو د يوې ټولنې فعاله غړی دی، د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، د دوی د احتجاج برکت وو چې حکومت ورسره خبرو ته غاړه کېښوده.

د يوسفزي په وينا، حکومتي وزير د هنرمندانو له استازو سره په ليدنو کې منلې چې د صحت او تعليم په برخو کې به هنرمندانو ته اسانتياوې برابروي.

يوسفزی البته زياتوي چې د غوښتنو يې نه پوره کېدو په صورت کې به د صوبې هنرمندان د احتجاج لپاره اسلام اباد ته ځي.

"حکومت په اولني فرصت کې موږ ته د نشتر هال راکولو ويلي دي چې پروګرامونه پکې وکړو او ګټه وټه مو پيل شي. حکومت زموږ دا غوښتنه هم ومنله چې صحت کارډ به مو د ۱۰ لاکه روپيو وي. صوبايي وزير زموږ د ماشومانو د تعليم مسالې هم پر ځای بللي خو ويلي يې دي چې له اعلا وزير به وخت اخلي چې هنرمندان په خپله ورسره خبره وکړي. که صوبايي پر دې خپلو ژمنو عمل و نه کړ نو موږ به د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج خېمه لګوو. که هغې هم کار و نه کړ نو هم په اسلام اباد کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو ته به ځو او ورته به وايو چې موږ له دې ځايه وباسي ځکه چې موږ دلته نور ژوند نشو کولی."

د پېښور هنرمندانو له حکومت سره د خبرو لپاره د "ارټېسټ ايکشن مومېنټ" په نوم يوه کمېټي جوړه کړې ده.

د ټېلېوېژن د اردو او پښتو ډرامو پېژندلی اداکار طارق جمال هم د دې کمېټې يو غړی دی.

دی وايي، د هنرمندانو د ستونزو د حل او په سيمه کې د هنري چارو د ودې لپاره ضروري ده چې هنرمندان په يوه ټغر سره ټول شي.

"هنرمندان مو په بېلا بېلو تنظيمونو کې وېشل شوي دي. زه ورته وايم چې ټول يوځای شي چې خبره مو زياته درنه او په موثره توګه حکومت ته ورسي. د حکومت مخکېنۍ مالي مرستې هم مستحقو هنرمندانو ته نه دي رسېدلي. حکومت سره مو بيا خبرې روانې دي. که په نشتر هال کې موږ ته د دفتر راکولو وعده يې پوره کړه نو و به ګڼو چې نورې مسالې به مو هم حل شي."

احمد ګل استاد: سرکار مور پلار دی باید چې هنرمندانو وپالي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

خو هم په پېښور کې د ټېلېوېژن ډرامو يو بل اداکار خالد خټک بيا وايي چې حکومت پر ځای د دې چې د هنرمندانو د ښېګڼې چارو ته پام وکړي، د هغوی د کار روزګار لارې يې تړلې دي.

نوموړی له صوبايي حکومته غواړي چې د پاکستان ټېلېوېژن له پېښور څانګې د اردو او سيمه ييزو ژبو د ډرامو او موسيقۍ پروګرامونو لړۍ بېرته پيل کړي.

"حکومت د هنرمندانو د کار مخه نيولې ده. څه موده مخکې يې مالي مرستې ورکول پيل کړل، هغه کيسه هم ختمه شوه. پاکستان ټېلېوېژن پېښور څانګې ۱۵ کاله وشول چې اردو ډرامې جوړول بند کړي دي. پښتو او هندکو ډرامې به يې اول مازيګر پنځه بجې ښووله، اوس يې ماسپښين يوه بجه چلوي، چې هېڅوک يې نه ګوري. يو ډرامه سيريل چې مخکې به په څلورو مياشتو کې کېدو، اوس په څلورو کالو کې کېږي. که حکومت يوازې د سيمه ييزو ژبو ډرامې هم بېرته پيل کړې نو زما په څېر د يوه هنرمند به د ډوډۍ او د ماشومانو د تعليم مساله حل شي. د صوبې د سندرغاړو، د موسيقۍ الاتو غږوونکو او ډرامه ارټېسټانو ټول شمېر به تر ۵۰۰ زيات نه وي. د دوی خير ښېګڼه د حکومت لپاره کومه ګرانه خبره ده؟"

د خيبر پښتونخوا د کلتور وزير شوکت يوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې هوډ ښکار کړ چې د خبريالانو په څېر به د صوبې د هنرمندانو لپاره هم په اسانو شرايطو د کور ترلاسه کولو پروژه پيلوي.

خو هنرمندان د اوس لپاره له حکومته غواړي چې مالي مرستې ورسره وکړي او د هنر وړاندې کولو موقعې ورته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG