د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس پښتانه هنرمندان ډېر اغېزمن کړي


رباب
رباب

پراګ - په پاکستان کې د کورونا وايرس خپرېدو مخنیوي لپاره د حکومت له خوا پر ولسي او کلتوري غونډو بنديز د عامو خلکو ترڅنګ د سيمې د هنرمندانو ژوند او کار هم اغېزمن کړی دی.

په پېښور کې سندرغاړي او د موسيقۍ الات غږوونکي اندېښمن دي چې د اوږدې مودې په کور ناسته به دوی له خورا زياتې بېوزلۍ سره مخامخ کړي.

دا هنرمندان له همدې کبله له حکومته غواړي چې اړو خلکو ته د نغدي او خوراکي مرستو رسولو پر وخت دوی له ياده و نه باسي.

د مشال راډیو خبریال هارون باچا په دې اړه له دې اغېزمن شویو هنرمندانو سره غږېدلی دی.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:45:29 0:00


XS
SM
MD
LG