د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ هنرمندان وايي حکومت دې ورته میاشتنۍ پیسې ورکړي


د پښتو ژبې نومیالۍ سندرغاړه زرڅانګه هم وايي چې حکومت دې ورته پیسې بحال کړي
د پښتو ژبې نومیالۍ سندرغاړه زرڅانګه هم وايي چې حکومت دې ورته پیسې بحال کړي

کواټ - د خیبر پښتونخوا د کواټ هنرمندانو او لیکوالانو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې ورته ټاکلې وظیفه بیا بحاله کړي.

دوی د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د تحریک انصاف پخواني حکومت د ځېنو هنرمندانو د مالي مرستو لپاره ورته میاشتنۍ پیسې ټاکلې وې چې اوس یې بندې کړې دي.

هنرمند نعیم کواټی وايي، میاشتنۍ پیسو ورسره کافي مرسته کړې وه خو ځېنو نورو هنرمندانو اعتراض وکړ او د پېښور های کورټ ته ولاړل چې له کبله یې حکومت په عدالتي امر پیسې بندې کړې.

دی وايي، اوس د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګه ورته وايي چې د هنرمندانو، شاعرانو او لیکوالانو لپاره پیسې نه لري.

د پښتو نومیالۍ سندرغاړه زرڅانګه اوسمهال په کواټ کې اوسي.

نوموړې وايي، روغتیايي وضع یې هم خرابه ده او د حکومتي مرستې نه تر لاسه کېدو له کبله یې ژوند ګران شوی دی.

نوموړې وايي، نه یوازې دې حکومت د دې درملنه وکړي، بلکې میاشتنۍ پیسې دې هم وربحالې کړي.

موږ هڅه وکړه چې د خیبر پښتونخوا د کلتور ادارې له چارواکو سره وغږېږو خو بریالي نشو.

البته په تعلیمي چارو کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار او د صوبايي اسمبلۍ غړی ضیا الله بنګښ وايي، ژر به د کلتور ادارې له چارواکو سره دا موضوع وڅېړي.

XS
SM
MD
LG