د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: په دوو پېښو کې ۳ تنه وژل شوي


په کابل کې د دیسمبر پر ۱۳مه چاودنه شوط.
په کابل کې د دیسمبر پر ۱۳مه چاودنه شوط.

د کابل پولیس وايي چې د ښار په پنځلسمه ناحیه کې په یوه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د دوی په وينا، بريد نن سهار شوی چې هدف يې د ولسي جرګې غړی توفیق وحدت وو خو نوموړی له پېښې روغ وتلی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن د دیسمبر په ۱۳مه ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه د یوه مقناطیسي بم د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

ده وويل چې بل پلو د کابل په اتمه ناحيه کې ناڅرګنده وسله والو يو څارنوال وژلی دی. تر اوسه چا د دې پېښو ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG