راپورونه وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په بین الافغاني خبرو کې وفقه راغلې ده.
دوی د سپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمینه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې د خبرو په اجنډا سلا کړې ده.
اوس د تازه راپورونو په اساس دواړه مرکچي ټیمونه د ۲۰ ورځو لپاره په رخصتۍ تللي.
په خبرو کې د ۲۰ ورځنۍ دمې راتلو مسله هم د افغان حکومت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي مشال راډیو ته تایید کړې.
دغو دواړو افغان چارواکو ټېنګار وکړ چې د دوی نوم د موضوع د حساسیت په خاطر وانخیستل شي.
لا تر اوسه رسماً نه افغان حکومت او نه هم طالبانو په خبرو کې د ۲۰ ورځنۍ دمې راتلو په اړه څه نه دي ویلی.